کریم صادق د پنځه ویکټو په اخیستلو سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان شپږیزه کرکټ لیګ پرون یکشبنه پيل شو، چې تر لومړۍ لوبې وروسته یې نن دوشنبه دویمه لوبه د سپين غر زمریانو او امونهنګانو ترمنځ ترسره شوه.
په یاده لوبه کې سپین غر لوبډلې په ۴۹ منډو توپير امونهنګانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د امونهنګانو لوبډلې سکواډ

لوبډلمشر جاویدي احمدي او په لوبډله کې دروېش رسولي، یمین احمدزی، مراد مرادي، اسدالله متني، حیات‌الله ناصري، فرهان زاخېل، فرید ملک، نصرت‌الله قریشي، جمعه ګل او عبدالواسیع شامل وه.
یاران uncategorized 1544 کریم صادق د پنځه ویکټو په اخیستلو سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله

د سپين غر لوبډلې سکواډ

لوبډلمشر کریم‌خان صادق او لوبډله کې رحمت‌الله سهاک، وحیدالله شفق، قیس احمد، زُبید اکبري، زاهدخان، شبیر نوري، ناصر عمر، فضل ځاځی، افتات عالم او عبدالله عادل شامل وه.
یاران uncategorized 1545 کریم صادق د پنځه ویکټو په اخیستلو سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله
په ننۍ لوبه کې د دوو لوبډلو ۱۱ ـ ۱۱ لوبغاړي وه، چې ولوبېدل.

شپږیزه لیګ کې د دویمي لوبې حال

د شپږیزه کرکټ لیګ د دویمي لوبې پچه د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر کریم خان صادق د امونهنګانو د لوبډلې لوبډلمشر جاویداحمدي څخه وګټله، چې لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
یاران uncategorized 1546 کریم صادق د پنځه ویکټو په اخیستلو سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله
سپین غر لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره امونهنګانو لوبډلې ته د ۱۵۱ منډو هدف وټاکی.
د سپین غر لوبډلې لپاره زبیر اکبري ۵۱، ناصر عمر ۳۸ او وحیدالله شفق بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.
یاران uncategorized 1547 کریم صادق د پنځه ویکټو په اخیستلو سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله
د امونهنګانو لوبډلې لپاره بیا عبدالواسیع دوه، خو یمین احمدزي، نصرت‌الله او حیات‌الله یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
کله چې امونهنګانو لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۱ منډه وکړه او په دې سره یې د ۴۹ منډو په توپير د سپین غر لوبډلې څخه ماته ومنله.
د امونهنګانو لپاره عبدالواسیع ۳۰، دروېش رسولي ۲۱ او فرهان زاخېل بیا ۱۳ منډې جوړې کړې.
یاران uncategorized 1548 کریم صادق د پنځه ویکټو په اخیستلو سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله
سپین غر لوبډلې ته ۵ ویکټې لوبډلمشر کریم خان صادق واخیستلې، خو افتاب عالم، زوحیق او زبید بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

د لوبې غوره لوبغاړی

د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر کریم‌خان صادق وټاکل شو، هغه د خپلې لوبډلې لپاره په توپوهنه کې ښه ونه ځلېد، خو د سیالي لوبډلې ۵ لوبغاړي یې وسوځول او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
یاران uncategorized 1549 کریم صادق د پنځه ویکټو په اخیستلو سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله

د شپږیزه کرکټ لیګ درېیمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ په درېیمه لوبه کې نن دوشنبه ماپښین دوې بجې کابل بازان د بُست کرکټ لوبډلې سره لوبیږي.