د افغانستان د سوداګریز کرکټ لیګ په ۱۳ مه لوبه کې چې د ننګرهار او کندهار ترمنځ ترسره شوه، کریم صادق داسې وسوځېد، چې لوبڅاران یې حېران کړل او د دریم لوبڅار له خوا د اوټ صحنې ښودلو په سکرین یا پرده شا او خوا ۴ دقیقې وخت ونیو.
کریم صادق د مجیب ځدران د دوهم اور په څلورم توپ او د لوبډلې د څلورم اور په څلورم توپ چې داسې اوټ شو، چې سوځېدل یې لوبڅارانو ته جنجالي وو.
مجیب ځدران توپ ترسره کړ، کریم صادق لومړی توپ د بېټ په څنډې سره ولوباوه او اېن سایډ اېج شو.
د بېټ له څنډې وروسته بال د کریم صادق له پېډ یا پښې سره ولګېد، له دې وروسته بال په لېګ سټم وېکټ هم ولګېده؛ خو د وېکټې بېلز یا هغه کوچنی لرګی ونه لوېد، له وېکټې لګېدو توپ تېرشو او د وېکټ ساتونکي شفیق الله شفق په بوټ ولګېد، توپ پورته شو او شفق بال کېچ کړ، شفق له لوبڅارانو د اوټ غوښتنه وکړه، چې لوبڅاران ډاډه نه وو، دریم امپایر یا تلویزیون لوبڅارته پرېکړه ورکړل شوه.
هغه څلور ځل دا صحنه په سکرین وښوده او بالاخره د مېدان لوبڅارانو ته احوال ورکړل شو، چې کریم صادق اوټ دی.
کریم صادق چې کله د دمه ځای یا پاویلین په لور روان په خپل اوټ ډاډه نه و، ورپسې لوبغاړي اصغر افغان ته یې وویل، چې اوټ وم؟
په هرحال کریم صادق اوټ شو؛ خو دغې صحنې اوږد وخت ونیو او مبصرینو الېسټېرکمبېل او ویجی مهرا بار، بار خندل او ویل یې چې اوټ پرېکړه بیخي اسانه یا ایزي وه.
د کرېک بز وېب پاڼې د تبصرې پرمهال لیکلي، که چیري توپ د کریم صادق له بېټ، پېډ او بیا د کیپر په بوټ لګېدلی وي او کېچ اخېستل شوی وي، کریم صادق بیا په دې برخه کې بد بخته یا انلکي دی.
دا لوبه بیا کندهار وګټله او ننګرهار ته یې په ۲۶ منډو ماته ورکړه.