کریم صادق د ننګرهاریانو لخوا وستایل شو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
یاران سپورټ

کریم صادق چې څو ورځې وړاندې یې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ؛ اوس یې دغه کړنه د ولس له تود غبرګون سره مخ شوې ده.
کریم صادق پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي:
د خپلو ګرانو او خوږو افغانانو دغه مینه چی د سوشل میډیا له لارې یې ما ته راکړه ټول عمر به هم هېره نه کړم، په همدې سلسله کې نن د جلال اباد د هډې ځوانانو ټولنې زما د ناچیزه خدمت، چې د هېواد د کرکټ لپاره مو تر سره کړی و، ما ته د اعزاز لونګۍ را پر سره کړه، نهایت زیات ور نه مشکور یم.»
کریم صادق چې له ۲۰۰۰ م کال راپدېخوا د کرکټ له ملي لوبډلې سره مل شوی و تر ۲۰۱۶م پورې یو فعال لوبغاړی و، چې رول یې د توپوهنې الراونډري وه.
نوموړی له ۲۰۰۲ م راهیسې د لوبډلې پېلوونکی توپوهونکی و، چې ۲۰۰۹ م کې ډېر مشهور شو او یوه لوبه کې یې ۹۰ منډې وکړې. دا لوبه د سویلي افریقا په جوهېنزبرګ سیمه کې ترسره شوې وه.

ولس او د کریم صادق اعزاز

جلال اباد کې اوس ځینې ټولنې او ځوانان د کریم صادق په دې پرېکړه خوښ دي، چې د افغانستان لپاره یې نړیوال کرکټ څخه استعفا وکړه.
دوی وایي هر کرکټ لوبغاړی باید د کریم صادق تګلاره غوره کړي او خپل ځای ځوانو لوبغاړو ته پرېږدي.
دوی وایي کریم صادق په دې کار سره ولس خوښ کړ او یو ځای ځوان لوبغاړي ته خالي شو، چې راتلونکي کې یې ډک کړي او د افغانستان لپاره لوبې وکړي.
د کرکټ مینوال له نورو پخوانیو لوبغاړو هم غواړي چې خپل ځایونه د لوبو په ډګر کې ځوانانو ته پرېږدي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.
کریم صادق ۳۶ کاله عمر لري د افغانستان لپاره یې ۲۵ یو ورځنۍ او ۳۵ شل اوریزې لوبې کړي دي.
په یو ورځنیو لوبوکې یې ۴۷۹ منډې او شل اوریزو لوبوکې یې ۵۵۱ منډې کړي دي.
د دې سربېره د افغانستان شپږیزه کرکټ لیګ کې له مختلفو لوبډلو سره لوبېدلی دی.
KKKKK.JPG106670369_924402348074107_7972044343770513282_o (1).jpg