-
راپور: بشر درویش
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د کسبګرو او دوکاندارانو خونې رئیس او غړو سره په خبرو کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ د دغه ویډیو کنفرانس په پیل کې د کسبګرو او دوکاندارانو خونې رئیس محمدحسن سپاهي کسبګرو ته د هیواد د جمهوررئیس همیشنۍ پاملرنه وستایله وې ویل، کسبګر او هټۍ وال کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ښاروالۍ او ټولو دولتي بنسټونو سره له نږدې همکاري کوي.
کرونا، کار و کسب او ستونزې
ښاغلي سپاهي د پېښو او بدلونونو پر وړاندې د کسبګرو او هټۍ والو زیانمېدو ته په اشارې وویل، په هیواد کې د کرونا ویروس خپرېدو او د تولیدونکو قرنطین، کسب او کار له زیاتو ستونزو سره مخ کړی دی.
نوموړي د قرنطین په موده کې د فعالیت د ځایونو کرایه، د مالیې او کارګرانو د حق الزحمې ورکړه او د خوراکي توکو د خرابېدو احتمال، د کسبګرو عمده ننګونې وبللې.
له وزګار شویو سره مرسته
هغه وړانديز وکړ چې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو مالیه دې ۵۰ سلنه راکمه او جریمه دې معاف شي، په قرنطین کې شاملو اصنافو د قرنطین مودې مالیه او جریمه دې نه اخیستل کېږي، د دولتي ملکیتونو د سوداګریزو سیمو کرایې دې معاف شي؛ د شخصي جایدادونو له خاوندانو دې وغوښتل شي چې د قرنطین دورې کرایه معاف کړي، د ښاروالۍ د پیسو او ټکس په اړه دې بیاکتنه وشي او له وزګارو شويو کارګرانو سره دې مرستې وشي.
مالیې راکمولو او معافیت هڅې
ارګ ویلي؛ وروسته د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي محمدیوسف غضنفر وویل، ټولې اتحادیې د مالیې راکمولو او معافیت غوښتونکي دي، زموږ هڅې جریان لري چې په دې اړه پایلې ته ورسېږو.
پولیس او کابل ښاروال او نه مداخله
ولسمشر غني د هیواد د کسبګرو او دوکاندارانو خونې د وړاندیزونو له څرګندولو مننه وکړه وې ویل، د وضعیت د بنیادي تغییر او بېړنۍ مرستې پر عمومي پلان کار شوی چې تر بشپړولو وروسته د منابعو ترلاسه کولو په خاطر له بین المللي شریکانو سره شریکېږي.
د هیواد جمهوررئیس د چارو ادارې لوی رئیس ته لارښوونه وکړه چې دولتي ملکیتونو کرایې قانون موضوع دې د کسبګرو او دوکاندارانو خونې له رئیس سره تعقیب او په اړه دې لازم اجراات وکړي.
هغه همدا راز د ملي پولیسو رهبرۍ او کابل ښاروال ته لارښوونه وکړه چې د قرنطین په جریان کې دې د هټیو په پرانیستو او تړلو کې مداخله نه کوي.
ښاغلي غني څرګنده کړه:
«د روغتیایي شرایطو په مراعتولو سره د صنایعو برخې کولای شي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، خو د کسبګرو او دوکاندارانو خونه باید دغه برخې مشخصې کړي.»
هغه د دغې خونې له مسوولینو وغوښتل چې په صنایعو کې دې د ټکنالوژۍ او ټکنالوژیکو ظرفیتونو د تغییر په هکله خپل پېشنهادونه وړاندې کړي.
ولسمشر غني د کسبګرو او هټۍ والو وړاندیزونو ته په اشارې وویل، ستاسې وړاندیزونه معقول دي، خو باید د حکومت د رهبرۍ په غونډه کې پر بېلابېلو ابعادو بحث وشي او لازم تصمیمونه ونیول شي.
د خلکو نیوکې او غوښتنې
یو شمیر خلکو د حکومت پر دې ګام نیوکه کړې چې ویلي یې دي د قرنطین پر وخت دې پولیس او ښاروال دې د هټیو په پرانیستو او بندولو کې مداخله نه کوي.
خلک نیوکه کوي که پولیس مداخله ونه کړي او دا کار له ښاروالۍ سره دواړه په شریکه پر مخ یونسي، نورې ادارې به یې په هغه ډول سره پرمخ یو نه سي، ځکه پولیس کولی شي چې په اجباري ډول صلاحیت پلی کړی، خو نورې غیرې نظامي ادارې او ګروپونه دا کار په موثر ډول سره نه شي ترسره کولی.
ترڅنګ یې خلک غوښتنه کوي چې له وزګارو شویو کاریګرو سره به هر څومره چې ژر وي، باید مرسته وشي، ځکه کاروبارونه بند او د هغوی د عاید ټولې سرچینې بندې دي.