ژباړه: نوراحمد فضلي
شخصي ستونزي کله تر دې بریده آزار ورکوونکي اوسي چي د کار له وخته یې جلا کول لږ ستونزمن کېږي. تاسي د خپلي ورځي ډېرر ساعتونه په کاري چاپېريال کښي تېروئ، څرنګه کولای سئ چي یوه سټریس زیاتوونکې شخصي موضوع چي کله حتا ربړونکې وي په هماغو کاري ساعتونو کښي هېره کړئ؟ هغه که یوه کوچنۍ کورنۍ شخړه وي یا یوه جدي موضوع، سته يوه لار چي کولای سئ په کاري چاپېريال کښي یې د پټ ساتلو په موخه وکاروئ څو ستاسي پر کار باندي منفي اغېز ونه ښندي.
مرحلې:
1. د خپل شخصي موقعیت په مورد مثبت فکر ولرئ او پوه سئ چي کله ژوند ستاسي ايمان هم
لړزوي او همدا وجه ده چي باید سترګي مو د تونل په پای کښي پر معلومېدونکي روڼا باندي وي.
2. شخصي مسائل مو کور پرېږدئ او یوازي له خپل مسلک او کار سره کارځای ته ولاړ سئ.
رښتیا دا دي چي نه غواړئ ستاسي شخصي ستونزي دي ستاسي تر کارځایه در ورسېږي. ډاډه یاست چي نه غواړئ ستاسي مشر فکر وکړي چي نه سئ کولای خپل شخصي ژوند مو له کاره بېل کړئ او ستاسي پر وړتیاوو خپل باور له لاسه ورکړي.
3. که غواړئ چي په کاري چاپېريال کښي مو شخصي حریم خوندي وي نو د خپلو همکارانو په شا
پسي خبرو او غیبتونو کښي مه بوختېږئ. که پوهېږئ چي کوم کسان ستاسي په کارځای کښي معمولاً شخصي بحثونه راپورته کوي، هڅه وکړئ چي له دوی ځني لېري سئ. شاید ستاسي هم بد نه راځي چي خپل شخصي مسائل له یوه کس سره مطرح کړئ خو ډاډه اوسئ چي تر دې وروسته به پښېمانتیا حتمن وينئ.
4. په کارځای کښي هغه کسان وپېژنئ چي کولای سئ ورباندي باور وکړئ. بهتره ده داسي مثبت شخص د خپل زړه بړاس ایستلو او شریکولو له پاره انتخاب کړئ چي ښه اورېدونکی او انګېزه ورکوونکی وي. یوازي دومره په یاد لرئ چي تاسي هم باید متقابل رفتار ولرئ او کله چي ستاسي دوست اړتیا درلوده خبرو ته ئې غوږ ونيسئ.
5. لازم ملاتړ ترلاسه کړئ. که په کارځای کښي نزدې دوست او رفیق نه لرئ چي وکولای سئ پر
هغه باور وکړئ، له کاري چاپېریاله بهر یو کومکي کار و کسب ولټوئ. که مو شخصي ستونزي تر دې بریده درته آزار درکوونکي سوي وي، اړتیا لرئ چي له يوه کس سره ئې په اړه خبري وکړئ. مشوره ستاسي د سټریس او فشار له پاره فوق العاده تسکین دی.
6. ستاسي د ادارې یا شرکت د ملاتړ ډلو غړي سئ. دداسي کسانو سره اوسېدل چي ستاسو په شان
اندېښمن او فکرجن دي؛ تاسي ته ډېر ښه احساس درکولای سي. په دغسي ګروپونو کښي کولای سئ خپلي خبري په لا ډېري آزادۍ سره پر ژبه راوړئ او پر خپل کار باندي منفي تاثیر ونه اوسېږئ.
7. د ستونزو کنټرول مو په کاري چاپېریال کښي په خپل لاس کي واخلئ. ډاډ حاصل کړئ چي د
خپلو شخصي ستونزو د حل په مقابل کښي له خپل کار څخه حفاظت کوئ. حتا که مو په دوستانو کښي مرګ یا طلاق راغلی وي، لا هم کولای سئ چي د هغو ستونزو سره د مقابلې په موخه د ځان له پاره پلان او پروګرام ولرئ. رښتیا دا دي چي چيري خپل کار درته ډېر مهم وي، حتمن باید یوه لار بیامومئ چي وکولای سئ خپل سټریس کنټرول او خپل کار له لاسه ورنکړئ.
نکات:
– له ځانه په مراقبت او ساتني کولو سره، ځان د ژوند
د فراغت وختونو په اصلي تمرکز تبدیل کړئ. که دا په دې معنا وي چي د ځان له پاره ساتېري یا تفرېح ولټوئ او بشپړ استراحت وکړئ؛ بیا دا کار وکړئ. همېشه هغه کارونه چي په کارځای کښې ترسره کوئ اهميت نه لري، کوم کارونه چي په کور کښې کوئ هم په همدې اندازه مهم دي.
– له بله اړخه، دوستي او کاري اړیکي انحصاري نه دي. کولای سئ چي د خپلو همکارانو له يوه
سره یې صمیمی دوست جوړ سئ.