راپور: بشر درویش
ډاکټر انوارالحق احدي د کرنې وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه رسماً معرفي شو.
نوموړي پرون دوشنبه د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي له خوا رسماً د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه ور وپېژندل شو.
کرنې وزارت ته د ښاغلي احدي تر پېژندنې مخکې، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر په شتون کې د نویو سرپرست او نوماند وزیرانو د پېژندنې په موخه غونډه جوړه شوې ده.
د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي کرنې وزارت ته د ښاغلي احدي په پېژند غونډه کې وویل، د جمهوري ریاست د چارو اداره به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره له نږدې او ډېر همکاري ولري.
ښاغلی فضلي د کرنې نوماند وزیر ته په خطاب کې وویل:
«د چارو اداره د خپلو ټولو وړاندیزو په تعقیب کې د زماني جدول پر بنسټ عمل کوي.»
د جمهوري ریاست د چارو ادارې مشر د مرکزي بانک د مخکني مشر، د مالیې او دغه راز د سوداګرۍ مخکیني وزیر په توګه د ډاکټر انوارالحق احدي کړنې وستیالې او ویې ویل:
«کله چې ښاغلی احدي د مرکزي بانک مسوولیت پر غاړه واخیست موږ هیڅ ډول اقتصاد نه درلود.»
په همدې حال کې ډاکټر انوارالحق احدي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارسمبال او نوماند وزیر په توګه د خپل کار په پیل کې د کرنې پر اهمیت ټینګار وکړ او وویل، چې دی به هلې ځلې وکړي، چې ددې وزارت له کارکوونکو سره له نږدې همکاري ولري. ښاغلی احدي د کرنې وزارت په مسلکي توب ټینګار وکړ او ویې ویل:
«زه یو مسلکي اداره غواړم، موږ هغه وخت موخې ته رسیږو چې په رښتنې توګه مو همکاران مسلکي او ترڅنګ یې چارې روڼ وي. که دغه دوه ښې ګڼې شتون ولري، چارې په سمه توګه پر مخ ځي.»
نوموړي دغه راز ټینګار وکړ، چې د کرنې وزارت د کار سیمه پراخه ده او یو کس به یې د مدیریت توان ونه لري.
هغه وویل:
«د کار د ښه ترسره کېدو په پار، د ټولو همکارانو په همکارۍ اصلي موخې ته د رسېدو په پار هلې ځلې کوو.»
د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزیر دغه راز وویل، چې ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو په ملي عوایدو کې د دوی ونډه ۲۶ سلنه ده. ښاغلی احدي ټینګار وکړ، چې د هېواد داقتصادي وضعیت د ښه کولو په پار، باید کلي پرځان بسیا شي.