ژباړه: محمد عزيز پردېس
ښايي زموږ ډېرو لپاره د رسمي ملي کرنسۍ لرل د يو مشخص بيرغ او ملي ژبې په څېر ارزښت لرونکې وي. خو په نړۍ کې ډېر داسې هېوادونه شته چې رسمي ملي کرنسۍ نه لري او مجبوره دي چې د نورو هېوادونو د رسمي کرنسيو څخه ګټه پورته کړي. د بېلګې په توګه، د انګلستان پوند، د امريکا ډالر او يا هم د اروپا يورو.
په دې ليکنه کې به تاسو ته د نړۍ هغه ۳۰ هېوادونه در وپېژنو چې رسمي ملي کرنسۍ نه لري:
هغه هېوادونه چې د امريکا د ډالرو څخه ګټه پورته کوي:
دمګړی په نړۍ کې د امريکا ډالر ترټولو ډېر کارول کېږي. د نړۍ ډېری هېوادونه ډالر د يو معتبرې او با ارزښتې پيسې په بڼه کاروي. کوم هېوادونه چې لاندې لست شوي دي، هغه هېوادونه دي چې دوی خپله رسمي ملي کرنسۍ نه لري او د ډالرو څخه ګټه پورته کوي. دا هېوادونه د خپلو ځانونو لپاره مالي مديريت، سيستم او کنټرول نه لري او د دوی ټول پولي سياستونه د ډالرو د سياست پورې تړاو لري.
۳۰ هېوادونه چې رسمي ملي کرنسۍ نه لري:
۱. اکوادور
۲. تیمور شرقي
۳. السالواډور
۴. د مارشال جزاير
۵. میکرونزي
۶. پالائو
۷. تورکس
۸. کایکوس
۹. د ويرجين جزاير
۱۰. زیمباوه
هغه هېوادونه چې د اروپا له يورو څخه ګټه پورته کوي:
يورو د اروپايي اتحاديې رسمي کرنسۍ ګڼل کېږي چې د اروپايي هېوادونو سربېره، د دې هېوادونو ځيني ګاونډيان يې هم کاروي.
۱۱. اندورا
۱۲.موناکو
۱۳. مونټه نګرو
۱۴. سن مارینو
۱۵ واتیکان
هغه هېوادونه چې د سي اف اې فرانک څخه ګټه پورته کوي:
د سي اف اې فرانک د افريقا د لويې وچې د ځينو سيمو رسمي کرنسۍ ګڼل کېږي چې د فرانسې د خزانه دارۍ له لوري يې ضمانت کېږي. دغه کرنسۍ په کال ۱۹۴۵ کې رامنځ ته شوه. د سي اف اې د فرانک څخه ګټه اخېستونکي هېوادونه په لويديځې افريقا او مرکزي افريقا وېشل شوي.
د لويديځې افريقا هغه هېوادونه چې سي اف اې فرانک کاروي:
۱۶. بنین، بورکینافاسو
۱۸. د عاج ساحل
۱۹.ګینه بیسائو
۲۰.مالي
۲۱. نیجر
۲۲.سنګال
۲۳. توګو
د مرکزي افريقا هغه هېوادونه چې د سي اف اې فرانک کاروي:
۲۴. کامرون
۲۵.مرکزي افريقا
۲۶.چاد
۲۷.کنګو
۲۸.استوايي ګينه
۲۹. ګابون
هغه هېواد چې د انګلستان له پوند څخه ګټه پورته کوي:
۳۰. سکاټلند
سکاټلند هغه هېواد دی چې د بريتانيا له پوند څخه ګټه پورته کوي. په ۲۰۱۴ کال کې د انګلستان څخه د سکاټلند د بېلوالي يا خپلواکۍ لپاره يوه عمومي نظر پوښتنه ترسره شوه چې ۵۰ سلنه منفي وه او دا غوره وګڼل شوه چې سکاټلنډ د بريتانيا د يوې برخې په توګه پاتې شي. د سکاټلند ملي رسمي کرنسۍ هم د انګلستان هېواد پوند ګڼل کېږي.