په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

کنګنا وايي، یو سړي په عام محضر کې لاس وروړی

د رپوټونو په اساس هندوستان د میرمنو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هیواد بلل کیږي. جنسي ځورونې، جنسیي تیري او د میرمنو په وړاندې تشدد هغه عوامل دي، چې هندوستان يې د میرمنو لپاره د خطرناکو هیوادونو د نوملړ سر ته یوړ.
که څه ډیر هندیان دا سروې ناسمه بولي او وايي، چې افغانستان او سوریه باید په نوملړ کې له دوی څخه مخکي وي، خو په دغه هیواد کې د میرمنو په وړاندې د جنسي تیري وروستي راپورنه د اندیښنې وړ دي. افغانستان او سوریه د نوملړ په دوهمه او دریمه کټګورۍ کې ځای لري.
د سینما نوموتې ستورې کنګنا راناوټ وايي، چې په هندوستان کې د (#مي ټو) حرکت له پيل کیدو سره، د تشدد او جنسي ځورونې په وړاندې د میرمنو جرائت لوړ شوی.
کنګنا راناوټ په هندي سینما کې د سپين ګویه او زړورې اداکارې په توګه مشهوره ده. هغې په ۲۰۱۵ کال کې د سینمايي ستوري هرتیک روشن سره د خپلې مینې ناکام داستان رسوا کړ، چې ان خبره تر سترې محکمې ورسیده.

تیر کال يې نوموړې د خپل پخواني فلم (Queen) په ډاریکټر، ویکاس باهل باندې تور پورې کړ، چې دې سره يې ناسم چلند کړی. کنګنا وايي، چې ویکاس به د ستړې مشې پر مهال دا غیږ ته نږدې کوله او ددې غاړه يې بوی کوله.
نوموړې په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې په هندوستان کې د (#مي ټو) د میرمنو په وړاندې د جنسي ځورونې زیات مشهور مرتکبین رسوا شوي، چې ورسره میرمنو ته د ازار ورکونکو کچه کمه شوې.
کنګنا وايي:
“اوس به خلک [میرمنو سره د ناسم چلند په اړه] دوه ځلې سوچ کوي. پخوا هر چا پینځه یا شپږ نومونه پيژندل، خو غږ يې نه پورته کاوه. اوس دا خلک رسوا شول. دا که څه هم لوی کار نه دی، اما مهم دی.”
کنګنا راناوټ د خپلې همکارې سینمايي ستورې، راني موکرجي هغه خبرې تائید کړي او ملاتړ يې کړی، چې وايي “ښځې باید د ځان څخه د دفاع لپاره رزمي هنرونه زده کړي او په ځان باور ولري.”
کنګنا هم وايي، چې میرمنې باید د خپل ځان د حفاظت او دفاع مسؤلیت په خپله په غاړه واخلي. نوموړې زیاتوي، له بل چا څخه د ځان د خوندې کولو تمه باید ونه لرې.
کنګنا وايي:
“په عام محضر کې یو کس زما شاته ولاړ و. لاس يې زما شاته راتیر کړ او ويې چیچلم. هلک راته رډ رډ کتل. که څه هم د جنسي ځورونې کوم څرک نه و، خو داسې معلومیده، چې سړي خپل کار وکړ او په دې انتظار و، چې زه به ورسره اوس څه کوم. نو په داسې یو حالت کې، ستاسې تمه څه ده؟”
د سینما بلې ستورې ډیپيکا پاډوکون بیا وايي، چې په یواځې ځان میرمنې د ځان د دفاع لپاره پوره نه دي. په ټولنه کې باید خلک په دې پوه شي، چې د میرمنو له ځورولو لاس واخلي.
خو کنګنا وايي، چې د نجونو له ځان څخه دفاع دا مانا نه لري، چې هغوی د تکواندو او کراټه زده کړي. بلکې موخه داده، چې د ستونزې په وخت دې، پولیسو، کورنۍ، خلکو، او رسنیو ته خبر ورکړي، چې دا ډول خلک رسوا او شرمنده شي.
کنګنا راناټ تازه د مني کرنیکا په نوم تاریخي فلم کې لوبېدلې، چې پکې د راني لکشمیبي جهانسي رول لوبولی دی. دا فلم به د روانې جنوري میاشتې په ۲۵ مه، چې په هندوستان کې د جمهوریت د ورځې سره برابره ده، خپور شي.