کین ویلمسن په ټیسټ سیالیو کې ۷ زره منډې بشپړې کړې

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې تکړه لوبډلمشر کین ویلمسن د پاکستان په وړاندې په دویمه ټیسټ لوبه کې ۲۳۸ منډې وکړې، چې په دې سره یې ټيسټ سیالیو کې خپلې منډې ۷۱۱۵ ته پورته کړې.
ویلمسن یادې منډې په ۸۳ ټيسټ لوبو کې کړې دي.
هغه په یادو لوبو کې ۲۴ سلیزې او ۳۲ بیا پنځوسیزې وهلې دي.
تر ټولو ډېرې منډې يې په یوه ټیسټ لوبه کې د ۲۵۱ منډو جوړول دي.

دې نامتو کرکټر د خپل ملې ټیم نیوزیلنډ لپاره د ټیسټ سیالیو ترڅنګ ۱۵۱ یو ورځنۍ او ۶۲ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
یو ورځنیو لوبو کې یې ۶۱۷۳ منډې او شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۱۷۲۳ منډې جوړې کړې دي.
هغه یو ورځنیو سیالیو کې ۱۳ سلیزې او ۳۹ بیا پنځوسیزې جوړې کړې دي.

شل اوریزه لوبو کې یې سلیزه نه ده وهلې، خو توانېدلی، چې ۱۲ پنځوسیزې جوړې کړي.
په یوه یو ورځنۍ لوبه کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۱۴۸ دي او په شل اوریزه لوبو کې بیا ۹۵ دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.