راپورونه وايي چې د کندهار ولایت په دفتر کې نن د کندهار د چارواکو او په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر تر منځ له غوندې وروسته دغلته د والي د یو ساتونکي له خوا په راټولو شویو کسانو ډزې شوي دي.
د کندهار د والي مرستیال حاجي اغا لالي، رسنیو ته ویلي چې د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق، او د کندهار ولایت کې د ملي امنیت ریس په ډزو وژل شوي او د کندهار والي زلمي ویسا شدید ټپي شوی دی چې روغتون کې دی.
په ټپیانو کې، د کندهار د والي ویاند یو خبریال او یوه کمره مین شامل دي.
امریکايي رسنیو د پینټاګون په حواله راپور ورکړی چې جنرال میلر له پېښې روغ وتلی، خو دوه دوه تنه امریکايان چې د پېښې پر مهال د کندهار د ولایت په ودانۍ کې وو ټپیان شوې دي.
معلومه نه ده چې دا پوځي او که ملکي امریکایان دي.
په افغانستان کې د ناټو ماموریت یو ویاند کنوټ پیټرس ویلي (( لومړني معلومات ښيي چې دا د یو افغان سرتیري له خوا پر نورو افغان سرتیرو شوی برید دی. په ډزو کې دوه امریکايان هم ټپیان دي. جنرال میلر ټپي شوی نه دی. موږ ته ویل شوي چې اوس سیمه خوندي ده. ))
د پېښې ډیر جزییات لا هم نه دي څرګند.
ځینې راپورونو کې ویل شوي چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې کله چې جنرال رزاق د ولایت د انګړ دننه له جنرال میلر سره له غونډې وروسته چورلکې ته پورته کیده. د کندهار د ولایت په انګړ کې دننه د چورلکو د ناستې او پورته کیدو لپاره ځای شته.
طالبانو ددې برید مسولیت منلی دی
طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوې استولې اعلامیې کې ددې برید مسولیت منلی دی. د طالب ویاند په اعلامیه کې ویل شوي چې ددې برید هد د کندهار امنیې قومندان عبدالرازق، او د ناټو قومندان سکاټ میلر وو.
جنرال رازاق یو قاطع او زړه ور قومندان
جنرال رازق تر دې مخکې تر ۲۴ ځلو زیات له ځانمرګو او نورو بریدونو سره مخ شوی. نوموړی یو یا څو ځل په داسې بریدونو کې ټپي شوی و خو بیا هم له بریدونو ژوندی وتلی وو.
نوموړي د افغانستان په امنیتي سیکټور کې په زړور، قاطع او باجراته نظامي قومندان شهرت درلود. هغه همدارنګه د پاکستان پر خلاف هم د څرګندونو له کبله مشهور و.
جنرال رازاق څو ورځې وړاندې په سپین بولدک کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د اغزن تار د غزولو سره مخالفت کړی و چې په نتیجه کې یې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه څو ساعته جګړه هم شوې وه. له دې جګړې وروسته پاکستاني لورې په موقت ډول پر ډیورنډ کرښې د اغزن سیم د غزولو چارې ځنډولې وې.
کال مخکې ورته برید
د کندهار په ولایت کې د ۲۰۱۷ م کال د جنورۍ میاشتې په ۱۰ مه نیټه په ورته یو برید کې د عربي متحده اماراتو د سفیر او افغان چارواکو په ګډون څو لوړ پوړي دیپلوماټان او چارواکي مړه او ټپیان شوې وو.
هغه چادونه د کندهار د والي په میلمستون کې شوې وه چې خپله والي هم په کې سخت ټپي شوی و.
د سولې هڅې او بریدونه
یو شمیر افغان څارونکې باور لري چې په افغان چارواکو دا ډول خونړي بریدونه په افغانستان کې د سولې له روانو هلو ځلو سره تړاو لري چې په وروستیو کې ورته هیلمندي زیاته شوې وه.
دوی وايي کله هم چې د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې یو حساس پړاو ته ورسیږي، دا ډول بریدونه ترسره کیږي. په کندهار کې برید د هلمند له هغه برید دوه ورځې وروسته کیږي چې په کې د ولسي جرګې غړی او کاندید عبدالجبار قهرمان ووژل شو.