له هلمنده وروسته په کندهار کي جګړه؛ په ارغنداب کي خلګ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ سوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

خبریال: فضل الله فضلي
له تېرو درو ورځو راهسي د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کي وسلوالو طالبانو ځني سیمي نیولي او جګړې ته یې زور ورکړئ دئ.
جګړه کندهار ښار ته نږدې د ارغنداب ولسوالۍ په تابین، خسرو، چهار غلبې، بابرو، ده لاهور، شېون او د ارغنداب رود ها غاړي په ځنو کلیو کي پیل سوي او دوام لري.
په یادو سیمو کي خلګ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ سوي او ډېری اوسېدونکي په خپلو کورونو کي بند پاته دئ.
122511321 3718662404830831 9098086769979922026 n.jpg? nc cat=109&ccb=2& nc sid=8bfeb9& nc ohc=0ajAnFK6XvsAX8ASMqU& nc ht=scontent.fkdh1 1 له هلمنده وروسته په کندهار کي جګړه؛ په ارغنداب کي خلګ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ سوي
طالب وسلوالو ځني پوستې نیولي، خو امنیتي چارواکي وايي چي ځواکونو یې تکتیکي شاتګ کړی.
ارغنداب ته د خاصو ځواکونو د ۰۳ قطعې دوهمه ډله رسېدلې او د عملیاتو د پیلېدو خبر یې ورکړئ دئ.
122997364 3718662678164137 4150709485772382304 n.jpg? nc cat=105&ccb=2& nc sid=8bfeb9& nc ohc=gIWAb3jUkUEAX9Or4hx& nc ht=scontent.fkdh1 1 له هلمنده وروسته په کندهار کي جګړه؛ په ارغنداب کي خلګ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ سوي
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، چي پيل سوي عملیات يې بریالي دي او ډېر ژر به سیمي له وسله والو پاکي کړي، خو وسله وال بیا د خپل پرمختګ ادعا کوي.
بلخوا عام خلګ له دواړو لورو څخه غوښتنه کوي، چي دوی ته دي جدي پام وکړي او زیان دي ورته نه رسوي.