د کندهار لوبډله په ستونزو کې ده؛ خو نورې لوبې هم لري چې بیرته راښه شي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ د روانې اکټوبر میاشتې په ۵ مه نېټه په متحده عربي امارتو کې پيل شوې دي، چې تر دې مهاله یې ۹ لوبې ترسره شوې دي.

په دغه سیالیو کې د (بلخ لیجنډز، پکتیا پینټرز، کابل ځوانان، ننګرهار لیوپرډز او کندهار نایټز) ۵ لوبډلې شاملې دي، چې له هرې لوبډلې سره کورني او بهرني د کرکټ پیاوړي لوبغاړي شتون لري.

که له یو خوا د کابل ځوانانو لوبډلې سره د راشد خان، لورو ایونس، کولین انګرام، لوک رانکي، ننګرهار لوبډلې سره د بین کټینک، انډریو رسل، شفیق الله شفق، بلخ لوبډلې سره د کریس ګیل، راوي بوپارا، محمد نبي، پکتیا لوبډلې سره د شهزاد محمدي، شاهد خان افریدي، سمیع الله شینواری شتون لري، خو له بلخوا کندهار لوبډله هم د پیاوړو توپ وهونکو درلودونکې ده، چې پکې برینډن مکلم، پاول سټرلینګ، اضغر افغان، کریم صادق، نجیب الله ځدران او نور پیاوړي لوبغاړي شامل دي، خو تر دې مهاله د افغان پرېمېیر لیګ سیالو په روانه لړۍ کې له ستونزو سره مخ ده، چې په خپلو درې لمړیو لوبو کې یې له ننګرهار، بلخ او کابل لوبډلو څخه ماتې خوړلې دي.

له کابل څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند الحاج عزت الله نیازی

په دغه درې ماتو سره کندهار لوبډله د جدول په وروستۍ کرښه کې ځای لري، خو لا هم ۵ نورې لوبې لري، تر څو په لیګ کې ښه راتګ وکړي او د څلورو لوبډلو په قطار کې ودریږي.

د ترسره شویو لوبو د نمراتو پر اساس  کابل لوبډله د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې لمړی، پکتیا لوبډله د شهزاد محمدي په کپتانۍ کې په دویم، بلخ لوبډله د محمد نبي په کپتانۍ کې دریم، ننګرهار لوبډله د اسټرالوي بین کټینګ په مشرۍ کې په څلورم او کندهار لوبډله د اضغر افغان په لوبډلمشرۍ کې په وروستي پنځم مقام کې ځای لري.

د بیګا شپې په دوه لوبو کې لمړی کابل د کندهار لوبډلې ته او ورپسې بلخ د ننګرهار لوبډلې ته ماته ورکړه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.