کندهار: مدني فعالانو د ناسمو ټولنيزو دودونو د کموالي په موخه کمپاین پېل کړی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

دوی ناسم رواجونه او دودونه د ټولني لپاره ملا ماتونکي يادوی او اصلي قربانيان ئې ځوانان بولي.
د کندهار د ښځو چارو اداره هم وایي، چې دې ولایت کي ناسم رواجونه هم ډېر کله د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي علت وي، چې دوی په دې اړه د کورنیو د پوهاوي د کچي لړۍ راپېل کړې ده.
د دودنو او رواجونو په نوم د درنو لګښتونو څخه د ټولني لویه برخه په ځانګړې توګه ځوانان کړیږي، خو ګڼو ته ئې پرېښودل شرم ښکاري.
ګل محمد د کندهار د رنګریزانو بازار کي د ډاليو د سینګار لپاره د مصنوعي ګلانو دوکان لري.
نوموړی وایي، چي په تېرو څو کلونو کي د دوي کاروبار ځکه غوړیدلی، چي  د واده څخه وړاندي او وروسته د ناوي او زوم کورنیو ته د ډالیو دود پراخ سوی دئ.
د دې ولایت د ځوانانو یوې ډلي له څه مودې راهيسي کندهارۍ ټولنه کي د ناسمو رواجونو د مخنيوي او کموالي په موخه د پوهاوي کمپاين په لاره اچولی.
د دې ډلي یو تن غړی فضلي احمد فیضي له کورنیو څخه غواړي نور له واده مخکي او وروسته بېځايه لګښتونو څخه مخنیوی وکړي.
FB_IMG_1566909358819.jpg
نوموړی وايي د رواجونو په نوم دا ډول بې ځایه لګښتونو په ټولنه کي نا برابري رامنځ ته کړې او ځوانان ورځخه اغېزمن دي.
په همدې مهال د کندهار د ښځو چارو مشره روقيه اڅګزۍ هم کندهار کي له واده وړاندي او وروسته د ناسمو رواجونو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، چې د مخنیوي لپاره ئې د خپل وزارت په مرسته د کورنیو د پوهاوي لړۍ پېل کړې ده.
FB_IMG_1566909284385.jpg
مېرمن اڅګزۍ وایي ډېر کله کندهار کي د مېرمنو په وړاندي د کورني تاوتريخوالي اصلي سرچینه هم ناسم ټولنیز دودونه دي.
په دې ولایت کې د تېر کال راهيسي له ۲۱۰ څخه زیاتي د مېرمنو په وړاندي د تاوتریخوالي پېښي ثبت سوي، چې زياتي ئې کورنۍ دي.