په کابل کې د کیک بُکس ځلېدلي کندهاري لوبغاړي وستایل سول

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

راپور: صابر حمیدي
د یکشنبې په ورځ د کندهار بدني روزني ریاست له لوري هغه کندهاري لوبغاړي وستایل سول، چي تیره اونۍ ئې په مرکز کابل کي د کیک بُکس په سیالیو کي ښې لوبي ترسره کړې او بیلابیلي لاسته راوړني ئې خپلي کړې.
د کندهار د بدني روزني سرپرست رئیس مدیر آغا یاران ته وویل، چي دې لوبغاړو ته ئې بیلابیلي جایزې ورکړې.
د مدیر آغا په خبره، چي ددې لوبغاړو د ستایلو څخه ئې موخه دا وه، چي کندهاري لوبغاړي تشویق او وهڅول سي تر څو په راتلونکي کي د ورزش په هره برخه کي ښې لاسته راوړني ولري.
تیره اونۍ په مرکز کابل کي د هیواد د ۲۸ ولایتونو ترمنځ د کیک بُکس ټاکنیزي سیالۍ ترسره سوې، چي پکښي ۷ تنه کندهاریو لوبغاړو ګډون کړی وو.
له کندهاره په دې سیالیو کي یو تن ګډون کوونکي لوبغاړي حنظله یاران ته وویل، چي په دې سیالیو کي دده په شمول ټولو لوبغاړو ښې لوبي ترسره کړې، چي پکښي ۵ بیلابیل مډالونه ئې وګټل.
د حنظله په خبره، چي دوی د کیک بُکس په دې سیالیو کي ۲ د سرو زرو، ۱ د سپينو زرو او ۲ بیا د برنزو مډالونه خپل کړل.
حنظله وايي(( له کندهاره ملي لوبډلي ته زه او حمید په بېلابیلو وزني کټګوریو کي انتخاب کړل سوو))
د یادولو وړ ده، چي د کیک بُکس په دې ټاکنیزو سیالیو کي د هیواد د ۲۸ ولایتونو څخه ۲۳۵ لوبغاړو ګډون کړی وو، چي له ډلي ئې ۴۰ تنه ملي ټیم ته غوره سول.