د مسئولینو په خبره د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي تر روژې مخکي د فوټبال لیګ پيل سوی وو، چي د روژې او ولایتي سیالیو په پار ئې لوبي درېدلي وې، خو سبا دوشنبه ئې بیرته لوبي پېلیږي.
لومړۍ لوبه سبا دوشنبه ماپښين ۵ بجې د پامیر او آریانا فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
د کندهار د فوټبال فدراسیون رئيس نصیر احمد رحماني یاران ته وویل، چي په دې لیګ کي ۱۶ الف او غوره کندهارۍ لوبډلي شتون لري، چي هره ورځ ماپښين ئې یوه ـ یوه لوبه ترسره کیږي.
د رحماني په خبره، چي دې سیالیو ته ټولو کندهاریو لوبغاړو او لوبډلو پوره چمتوالی نیولی.
د یاد مسئول په خبره، چي ګډونوالي ۱۶ لوبډلي ټولي یو د بل په وړاندي لوبیږي، چي هر ټیم به ۱۵ ـ ۱۵ لوبي ترسره کړي.
په دې سیالیو کي د ګډونوالو لوبډلو لوبغاړي ددې لیګ پر بیا پیلېدو خوښي ښي او وايي، چي ددې لیګ دا لوبي دي تر آخره رواني اوسي.
ددې لیګ پاته لوبي به شاخوا ۳ میاشتي وخت ونیسي.
ددې لیګ موخه داده، چي یوه غوره لوبډله په دې سیالیو کي وموندل سي.
هغه لوبډله به بیا د یوه کال لپاره په دې زون کي د ټول کندهار استازولي کوي.
دا سیالۍ په داسي مهال سبا دوشنبه پېلیږي، چي کندهار تیره اونۍ د فوټبال د ولایتي سیالیو کوربه هم وو.
په یادو سیالیو کي دوو لوبډلو د کندهار، خو د هلمند، نیمروز، زابل او رزوګان ولایتونو څخه بیا یوې ـ یوې منتخبي لوبډلي ګډون کړی وو.
د یادو سیالیو اتلولي نیمروز خپله کړه، چي موخه ئې ورڅخه د میوند اتلانو فوټبال لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل وه.
خبر: صابر حمیدي