کندهار منتخبې لوبډلي راتلونکو لومړۍ درجې ګریډ ون سېالیو ته لار پیدا کړه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

راپور: عبدالله عادل
د کندهار ولایت د کرکټ منتخبي لوبډلي د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کریکټ په چوکاټ کي لومړۍ درجې یا ( List A) ګریډ ون سېالیو ته لاره پیدا کړه.
تېره ورځ په پکتیا ولایت کي د کندهار لوبډلي د میدان وردګ ولایت لوبډلي ته د ۹۹ منډو په توپیر سره ماته ورکړه او یادو سېالیو ته یې لار وموندل.
په لوبه کي د کندهار لوبډلي په ټاکل سویو پنځوس اورونو کي د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو سره د میدان وردګ لوبډلي ته د ۳۵۹ منډو هدف وټاکه چي کندهار ته په توپ وهنه کي نجیب الله ۹۱ نصیب الله ۶۶ بلال احمد ۶۴ او لوبډلمشر باقیب الله ۵۴ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې.
د میدان وردګ لوبډلي یاد هدف پوره نکړ او د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو سره یې ۲۵۹ منډي جوړي کړې او لوبه یې بایلول.
د کندهار له لوري په توپ اچونه کي باقیب الله ۴ او احمدالله ۳ لوبغاړي اوټ کړل.
د یادوني وړ ده چي کندهار په خپله لومړۍ لوبه کي د بغلان لوبډلي څخه ماته منلې وه او بغلان بیا د میدان وردګ ولایت پر وړاندي ماته منلې وه.