د افغان حکومت څلور لوړ پوړي چارواکي، د ملي امنیت شورا سلاکار، د کورنیو چارو وزیر، د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس، او لوی درستیز کندهار ته تللي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د وسلهوال پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیأ، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم کټوازی او د عامه تصدۍ مشر جنرال خوشحال سادات کندهار ته تللي.
ویل کېږي په کندهار ولایت کې د وروستیو امنیتي ستونزو له کبله دغه پلاوي یاد ولایت ته تللي ترڅو د دغه ولایت امنیتي وضعیت و ارزوي.
د ملي امنیت شورا دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې حمد الله محب به په دې سفر کې د کندهار له سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، د مدني ټولنې له استازو، ځوانانو او د ښځو له استازو سره وګوري.
د کندهار ګوښه شوی والي حیات الله حیات د یاد ولایت په هوایي ډګر کې د دې پلاوي هرکلي ته ورغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې امنیتي وضعیت سخت د خرابېدو په حال کې دی او جګړه د ښار څنډو ته رسېدلې، د کندهار خلک له دې وېره لري چې ښار د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.
تېره شپه د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا کندهار ته نوی والي معرفي شو او پخواني والي له دندې لرې شو، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی روحالله خانزاده د کندهار د نوي والي په توګه وټاکل شو.
تردې وړاندې د کندهار مخکیني والي حیات الله حیات له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي و، چې په کندهار کې د وروستیو جګړو له کبله ۷۰ سلنه پولیسو دندې پرېښې دي او پوستې یې د طالبانو لاس ته لویدلې دي.
خو د کندهار امنیه قومندان تادین خان د والي څرګندونې بې بنسټه وبللي، او زیاته کړې یې وه چې اوس مهال د نورو وختونو څخه زیات عام ولس دې ته لېواله شوی چې د پولیسو، اردو او ملي امنیت لیکو ته خپل اولادونه ولېږي.
د نوموړي په وینا چې تر دا مهاله د کندهار د پولیسو د تشکیل لپاره ځینې کسان جواب شوي هم دي ځکه چې تشکیل پوره دی او خلک لا نور هم هڅه کوي چې د پولیسو دنده ترلاسه کړي.
دغه راز داسې ګنګوسې هم شته چې د کندهار امنیه قومندان تادین خان هم له دندې ګوښه شوی تراوسه د نوموړي پر ځای د امنیت امر فرید مشعل دنده پر مخ وړي، خو دغه خبر تراوسه په رسمي توګه نه دی تایید شوی.