لس ورځي مخکي د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د کندهار ولایت مقام او امنیه قومنداني په ګډه همکاري د سولي او یووالي په نوم د فوټبال ولایتي سیالۍ پیل سوي وې چي پرون پنجشنبه د کندهار ب منتخبي لوبډلي په اتلولۍ سره پاي ته ورسېدې.
په یاد ټورنمنټ د کندهار ب منتخب، د کندهار شیرزي، بولدک ولسوالي، هلمند، نیمروز او فراه ولایتونو ګډون کړی وو، چي پایلوبي ته ئې دوو کندهاریو لوبډلو ب منتخب او شیرزي لوبډلو لاره پیداکړه.
د ب منتخب او شیرزي ترمنځ پرونۍ پایلوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پاي ته ورسېده، خو وروسته ب منتخب په پینالټیو کي بریا خپله کړه.
د ب منتخب لپاره دواړي ګولوهني اجمل امین او د شیرزي لپاره بیا خلیل بادشاه او محمد عبدالله پالوال ګولونه ولګول.
د یادو سیالیو پالوبي ته د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، د ولايتي شورا غړي، د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلين، قومي مشران، مدني فعالان، ورزش کاران او ګڼ شمېر ځوانان راغلي وه.
عبدالحنان منیب وویل، چي د دغه ټورنمنټ څخه يې موخه افغان ځوانان ورزش ته هڅول او د هغوی ترمنځ يووالی او اتفاق رامنځ ته کول وه.
منيب ټولو ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چي د تعليم ترڅنګ دي ورزش ته مخه کړي، ترڅو د ملي فکر ترڅنګ د سالم صحت څخه هم برخمن ګرځېدلي وي او په دغه برخه کي يې هغوی ته د هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
د یادولو وړ ده، چي په پای کښي مقام لرونکو لوبډلو د جایزې ورکړل سوې.