د کامیابۍ خبرې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱- د پوښتنې او ځواب لپاره چمتو اوسئ
د وينا په پای کې مو د پوښتنو او ځوابونو لپاره وخت ځانګړی کول اړين دي. هغه پوښتنې چې ښايي ستاسو مخاطبين يې له تاسو څخه وکړي، اټکل کړئ. وګورئ چې په کومه برخه کې برلاسي نه ياست او معمولا هغه برخه پوښتنې زېږوي؛ په هغه برخه مو کار او تمرين وکړئ. د هغو سرچينو يو لېست بايد درسره وي چې تاسو معمولا له هغو څخه مالومات اخيستي وي.
۲- ځان کم راوستل هېر کړئ.
پرځان بارو هغه څه دي چې ستاسو د ډېرو برياو لامل کېدای شي. هېڅکله او په هېڅ وينا کې مو ځان کم مه راولئ. تمرين وکړئ، ډېره مطالعه وکړئ او په پوره باور سره د وينا لپاره حاضر شئ. انسان بشپړ نه دی، يوه کوچنۍ تېروتنه بايد ستاسو د پرمختګ مخه ډب نه کړي.
۳- خطر دومره هم وېروونکی نه دی، چې تاسو يې په اړه فکر کوئ.
مخکې له دې چې د ژوندانه په يوه برخه کې د خطر سره مخ شئ، د هغې د احتمال په اړه مخکې له مخکې فکر وکړئ او په ذهن کې مو د هغه د احتمالي خطر لپاره تابيا ونيسئ. د دې په پرځای چې وېره او تشويش ولرئ، هڅه وکړئ چې د احتمالي خطر لپاره وقايوي چارې ولټوئ. ښايي خطر دومره نه وي، چې تاسو يې اټکل کړی وي، خو دا به غوره وي چې تاسو ورته له وړاندې چمتووالی ولرئ.
۴- لومړنی داوطلب واوسئ.
د ښه او نېک کار په ترسره کولو کې ترټولو مقدم واوسئ. د حساسو او مهمو کارونو د ترسره کولو لپاره لومړنی داوطلب واوسئ، ممکن دا سې کړنې له ځان سره خطر هم ولري؛ خو که بربالي هم نشئ، نو دا وياړ به له ځان سره ولرئ چې تاسو لومړنی کس وئ چې دې کار ته مو لاس اوږد کړ.
۵- له ماتې څخه مې وېرېږئ.
خطر سره ځان مخامخول، يانې هغه کار ته لاس اچول چې د ماتې وېره پکې ډېره وي. د هرې ماتې څخه وروسته څېړنه وکړئ، فکر وکړئ او مطالعه وکړئ چې څه د دې لامل شوه چې تاسو دې ماتې سره مخ شئ. له خطر سره مو ځان مخامخ کړئ، ترڅو د برياليتوب مزه هم وڅکئ.
۶- د قوانينو څخه بهر هم لږ فکر وکړئ.
بريالي کسان د دې پرځای چې د نورو لارې وڅاري، خپله هڅه کوي چې د ځان لپاره نوې لاره ومومي. هغه څه چې ستاسو خوښېږي او پرې خوشحاله ياست، همغه کار وکړئ. د خپل ځان خوشحالول ترټولو غوره پرېکړه ده چې تاسو يې کوئ. ښايي ډېر داسې کسان وي چې تاسو ته د خپلې موخې په ترلاسه کولو کې خنډونه جوړ کړي او مخنيوی مو وکړي، خو که تاسو ځان ته ټاکلې موخه ولرئ، نو هېڅکله به دا چا په خبرو پسې ونه ګرځئ.
۷- په خپل تصميم ولاړ واوسئ.
هرکله مو چې د يو نوي کار لپاره تصميم ونيوه، نو لومړی له خپل ځان څخه وپوښتئ چې دې ته چمتووالی لرئ چې دا کار تر پايه ورسوئ؟
البته موخه دا نه ده چې خپل ټول ژوند مو هغه کار ته وقف کړئ، بلکې بايد پرته له شکه او دوه زړه توبه نوې لاره ځان ته غوره کړئ، مخ پر وړاندې لاړ شئ څو برياليتوب ته ورسئ.
۸- هرڅوک چې طاووس غواړي بايد د هندوستان د سفر غم دې هم پر غاړه واخلي.
که هڅه ونکړې نو هېڅکله به چېرته ونه رسېږې او که پوښتنه ونکړې نو هېڅوخت به په څه پوه نشې.
خپلې طرحې، نظريې او خوبونه مو پټ مه ساتئ. په ياد ولرئ چې بريالي کسان هغه کارونه ترسره کوي چې نور يې نه ترسره کوي او د داسې کارونو په لټه کې دي چې نور نه دي.
۹- په دې پوه شئ چې باهوشه انسانان د ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.
د ۲۰۰۵ کال دMIT اسلون، د مديريت پوهنځي څېړنو دا ثابته کړه چې باهوشه کسان خپلو منځو کې د ستونزو سره د مخامخېدو يا خطر پذيرۍ ګډ خصوصيت سره لري.
نو په همدې اساس له خطر څخه مه وېرېږئ او هغه د ښه هوش درلودو نښه وګڼئ.
۱۰- خپل کارونو ته مو ارزښت ورکړئ.
دا ومنئ چې سخت او درانه کارونه مو خپلې موخو ته رسوی شي، ښايي په دې لاره کې کله ناکله د ماتې سره هم مخ شئ، خو د پښېمانۍ احساس ونکړئ؛ ځکه دا د کمزوره انسانانو نښه ګڼل کېږي.
بريالي کسان هېڅکله له خپلې پرېکړې نه اوړي او هغه څه چې هوډ يې لري، هرو مرو يې ترسره کوي.
۱۱- وخت په پام کې ونيسئ.
کله چې غواړئ نسبتا يو لوی کار ترسره کړئ، د بېلګې په ډول؛ غواړئ کور واخلئ يا هم يو تجارت پيل کړئ، نو وخت په نظر کې ونيسئ. مطلب دا چې په خپل وخت کې يې ترسره کړئ، داسې نه چې د قيمتيو اوج کې خپلې پيسې ولګوئ. هر کار د ځان لپاره ځانګړی وخت لري.
۱۲- هره ورځ نوی کار تجربه کړئ.
د خپلې هوساينې له محدودې راووځئ او نوې تجربې ترلاسه کړئ. د خپلو شاوخوا د دېوالونو په ماتولو سره به ستاسو پر وړاندې نورې او نوې دروازې پرانېستل شي، چې هېڅکله به د هغو په اړه مالومات تاسو سره نه وو.
په هرې نوې پېښې او نوي کار کې به له نويو اشخاصو سره بلدتيا پيدا کړئ، چې دا به ستاسو پر ژوندانه ژور اغېز وښندي او د هرې نوې پرېکړې سره به نوي څه ومومئ.
۱۳- جزئياتو پسې مه ګرځئ.
کله ناکله دا هم ترټولو غوره کړنلاره ده چې د همهاله مخکې تګ سره يو دم په هرڅه پوه شئ. بريالي کسان د جزئياتو په تمه نه پاتې کېږي. هغوی بشپړ او اړين مالومات لاس ته راوړي او د پاتې ماجرا مالومات د وخت په تېرېدو سره پخپله پيدا کوي.
۱۴- برنامه جوړه کړئ.
ستاسو هر کار، کړنه او مذاکره بايد دا لاندې څلور پړاوونه ولري: مقدمه، د مالوماتو راکړه ورکړه، چانې وهل او ژمنه. پام مو وي چې په یادو شويو مرحلو کې يوه هم رد نه کړئ، ځکه هر يو يې ستاسو د دلايلو په ځواکمنتيا کې رغنده رول لوبوي او د هغه څه په ترلاسه کولو کې چې تاسو يې غواړئ مهم رول لري.
۱۵- انعطاف منونکي واوسئ.
هغه کسان چې انعطاف منونکي دي، د نورو په پرتله ډېر پرمختګ کوي. تل د دوه اړخیزو همکاريو لپاره ځان چمتو کړئ او د هر نظر سره موافقت وکړئ.
هرکله مو چې احساس وکړ چې د يو څه په منلو سره ډېر څه له لاسه ورکوئ، نو مخالفت وکړئ.