د بدن د اوبو د کموالي نښې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
  • ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

د انسان بدن اوبو ته ډېره اړتیا لري، خو کله ناکله داسې کېږي چې د ډېر کار او بوختیا له کبله اوبه څښل له سړي هېر شي. په ژمي کې، خصوصاً دغه چاره ډېره تر سترګو کېږي. دا د انسان روغتیا ته ډېر تاوان رسوي. ځکه جسم د فعالیت د سم ترسره کولو لپاره اوبو ته اړتیا لري.
اوړی وي که ژمی، د انسان بدن یوه اندازه اوبو ته اړتیا لري. د اوبو کمی انسان له ځینو روغتیایي ستونزو سره مخامخ کوي. خو پوښتنه دا ده چې څنګه سړی پوهېدلای شي چې بدن یې کافي اندازه اوبه نه لري؟ د اوبو د کمي پر مهال د انسان په بدن کې دغه اثرات لیدل کېږي:
۱ـ ډېره سردردي
که سر مو هر وخت درد کوي، د دې لامل دا دی چې په ډي هیډرېشن اخته یاست. په دغه وخت کې د سردردۍ د دواګانو د خوړو پر ځای، ښه دا ده چې دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ او وګورئ چې سر دردي مو ښه کېږي او که نه.
۲ـ د خولې بوی
داسې نه ده چې خوله یوازې د پیازو او اوږې له خوړو وروسته بوی کوي. د اوبو کمی هم د خولې د بدبويۍ لامل کېږي. که مو خوله له کوم بل دلیل پرته بوی کوي، نو پوه شئ چې بدن مو کافي کچه اوبه نه لري.
د یوې څېړنې له مخې، کله چې خوله وچه وي، شته باکتریاوې بدبویه کېږي چې دا د خولې او تنفس د بدبویۍ لامل ګرځي.
۳ـ د جسم سستي
که مناسبه اندازه خوب کوئ، خو بیا مو هم په بدن کې سستي لیدل کېږي، پوه شئ چې بدن مو د اوبو له کمي سره مخ دی. د دغې ستونزې آسانه مخنیوی د کافي کچې اوبو څښل دي.
۴ـ وچ جلد
که جلد مو وچ وي، نو پوه شئ چې بدن مو اوبو ته اړتیا لري، چې جسم ځلاند او روغ وساتي.
۵ـ د متیازو تک زېړوالی
د اوبو د کم څښلو له کبله د انسان د متیازو رنګ تک زېړ کېږي. که دغه زېړوالی ډېر وي، پوه شئ چې د بدن اوبه مو کمې دي.
نو هر انسان په ورځ کې لږ تر لږه باید ۸ ګیلاسه اوبه وڅښي.