په کم عمر کې واده کول مور او ماشوم ته روغیتایي ستونزې لري

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: مریم محمدي
واده کول د بشریت د بقا او تداوم لپاره د انسانانو د ژوند یوه ډېره اساسي برخه ده.
همدارنګه واده کول د کورنۍ جوړولو او ژوند يوه اړتيا ده خو ځينې وخت ليدل کېږي چې نجونې د بېلابېلو دلايلو له مخې په کم عمر کې ودونه کوي چې دا کار يو شمېر خطرونه لري.
د کم عمره ميندو د ماشوم زیږون خطرناکه وي
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په هر نيم ساعت کې يوه مور د اميدوارۍ له امله مړه کېږي چې يو عامل يې په کم عمر کې واده کول دي.
د یاد وزارت د چارواکو په وينا، په ټيټ عمر کې واده کول د ميندو د وجود د وينې د کمښت او د هغوی د ماشوم د ضايع کېدو يو لوی علت بلل کېږي.
په افغانستان کې له (٢٥) څخه تر (٣٠) فيصدو پورې ښځې د روغتيايي کلينيکونوآسانتياوې لري او پاته نورې يې په کورونو کې ولادت کوي.
ډاکټران وايي چې د کم عمره ميندو د ماشوم زیږون ځکه خطرناکه وي چې د هغوی وجود دغې مرحلې ته نه وي چمتو، ځکه نو بايد هغوی په روغتون کې ولادت وکړي.
د کم عمره ميندو ماشومان سالم نه وي
اميدواري او زېږون د مور او ماشوم لپاره دوه ډېر مهم پړاوونه دي.
د کم عمره ميندو ماشومان په بېلابېلو ستونزو اخته کېږي ځکه چې په دې وخت کې په خپله د ميندو وجود خام وي او بشپړه وده يې نه وي کړي.
د ډاکترانو په وینا کېدای شي چې د کم عمره ميندو ماشومان خوارځواکه، کم خونه او يا په جسمي لحاظ نيمګړي (سوء شکل) ولري.
کم عمر کې واده کول اروايي ستونزې پیدا کوي
روغتیا پالان وايي چې په کم عمر کې واده کول ميندو ته اروايي ستونزې هم پيدا کوي.
د ارواپوهنې د برخې ډاکتران وايي، د کم عمره ميندو وجود او فکر خام وي، د مسئوليتونو درانه پېټي نه شي پورته کولای.
د ډاکټرانو په وينا، د نوې ځوانۍ په لومړۍ مرحله کې نجونو ته د درانه جسمي او فکري پېټي وړل ستونزمن کار وي، نو له همدې امله په کم عمر کې د نجونو ودول هغوی ته يو شمېر اروايي ستونزې پيدا کولای شي.
دغه راز ډاکټران سپارښتنه کوي چې په ټيټ عمر کې واده کول مور او ماشوم دواړو ته خطر لري، ځکه نو بايد په کوچنيوالي کې له واده ډډه وشي
خو کومې ښځې چې په کوچنيوالي کې واده شوي وي، بايد د امېدوارۍ پر مهال ډاکټرې ته ولاړي شي او وخت پر وخت ځانونه معاينه کړي.