خوب د انسان له جدي او اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کیږي. له استثنا پرته ټول انسانان مجبور دي، چې خامخا خوب وکړي. دوی که د دې ضرورت په پوره کولو کې پاتې راشي طبیعي ده چې جسمي او رواني روغتیا یې زیانمنیږي.
د بې خوبۍ او کم خوبۍ په نورو زیانونو او پایلو به ممکن ټول وپوهیږي، خو اوس به یي له یوه نوي اړخ څخه خبر شئ:.
نړیوال اقتصاد ته ننګونه
د امریکا متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په یوه تازه څېړنه کې کم خوبي په نړیواله کچه د زیاتو مسایلو لپاره یوه جدي ستونزه ګڼل شوې ده.
یاده اداره وایي کم خوبي نه یوازې په فردي کچه زیانونه لري؛ بلکې دا زیانونه تر نړیوال اقتصاده غځیږي.
د رَند په نوم یوې بلې ادارې بیا پر نړیوال اقتصاد د بې خوبۍ اغېزې څېړلي دي.
یادې شوې ادارې په مشخص ډول ځینې وړاندیزونه شریک کړي، چې په وینا یې له تطبیقیدو سره به یې د نړیوال اقتصاد لپاره رامنځته شوې ستونزې مهار شي.
د کم خوبۍ لاملونه
روغتیا پوهانو د ژوند په بڼه کې ورځ تربلې رامنځته کیدونکي بدلونونه د کم خوبۍ لاملونه ګڼلي.
په عام ډول د الکولو او نورو نیشه یي توکیو څښاک، رواني کشمکشونه، د فزیکي فعالیتونو کموالی او له الکټرونیکو رسنیو څخه تر حد زیاته استفاده د کم خوبۍ لاملونه یاد شوي.
د دې ترڅنګ مالي ستونزې او کاري فشارونه هم د خلکو پر کم خوبۍ او د خوب د کیفیت پر خرابوالي تاثیر لري.
مناسب خوب څومره وي؟
د روغتیایي څېړنو له مخې هغه کسان، چې په شپه او ورځ کې تر ۶ ساعتونو کم خوب کوي د هغو کسانو په پرتله یې د زر مړینې خطر ۱۳ سلنه زیاتیږي، چې له ۷ څخه تر ۹ ساعتونو پورې خوب کوي.
د دې ترڅنګ د کم خوبو خلکو کاري وړتیاوې د مناسب خوب لرونکو په پرتله ۲.۴ سلنه کمې دي.
د مختلفو هېوادونو پر اقتصاد اغېزې
د نړۍ د څو زیاتو پرمختللو هېوادونو خلک د نورو هېوادونو د خلکو په پرتله لږ خوب لری.
دوی غالبا کوم خوبي د خپلو اقتصادي هڅو لپاره موثره ګڼلې، خو څېړنې ښیي چې کم خوبي نړیوال اقتصاد ته ګټه نه؛ بلکې تاوان رسوي.
د څېړنو له مخې کم خوبۍ د جاپان پر اقتصاد ۲.۹۲ سلنه، د امریکا متحده ایالاتو پر اقتصاد ۲.۲۸ سلنه، د برتانیې پر اقتصاد ۱.۸۶ سلنه، د المان پر اقتصاد ۱.۵۶ سلنه او د کاناډا پر اقتصاد ۱.۳۵ سلنه منفي اغېزې کړي دي.
ویل شوي دا اغېزې تر ډېره د دغو هېوادونو پر ناخالصو داخلي تولیداتو شوي.
د دې ټولو اغېزو کلنی تاوان، چې د بې خوبۍ له کبله نړیوال اقتصاد ته رسیږي ۶۸۰ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.
حل لارې
څېړونکو سپارښتنه کړې، چې د دغه کم خوبۍ ستونزې د حل لپاره لازمه ده چې انسانان د ویدیدو او ویښیدو وختونه یې منظم او دغه راز د کافي او نیکوټین له زیات استعمال څخه ډډه وکړي.
د دې ترڅنګ د تلویزون له زیاتې نندارې او د موبایل ټلیفون له زیات استعمال څخه په مخنیوي هم ټینګار شوی دی.