
ژباړه او راټولونه: محمد عزيز پردېس
۱- کم خوبي د حافظې کمزورۍ لامل ګرځي.
۲- کم خوبي مو د نویو شیانو د یادونې قوه کمزورې کوي.
۳- کم خوبي ستاسو غوسه او اضطراب زياتوي.
۴- د هاضمې سيسټم کې ستونزې پيدا کوي.
۵- کم خوب کول د قلبي ناروغیو لامل ګرځي.
۶- کم خوب د بدن دفاعي سيسټم ته زيان رسوي.
۷- کم خوب لرونکو کسانو کې شکر او د وينې فشار ډېر وي.
۸- د خوب کموالی ستاسو د تمرکز قوه کمزورې کوي.
۹- مکرره کم خوبي ستاسو او سرطان ترمنځ واټن رالنډوي.
۱۰- کم خوبي د خوارځواکۍ په پرتله خطرناکې پايلې لري.
۱۱- ټولنيزو اړيکو کې مو اختلال پيدا کوي.
۱۲- د شديدو استرسونو لامل ګرځي.
۱۳- کم خوب ستاسو د پریکړو ځواک او دقت له منځه وړي.