سېلانیانو ته غوسه؛ کالاش وایي د چا د جنسي هوس سړولو ته نه یوو پيدا شوي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د ډیورنډ فرضي کرښې په هغې غاړې د پاکستان تر قلمرو لاندې سیمه کې به د کالاشو په نوم د اقلیت له ژوند او عجیب و غریبو رواجونو خبر یاست.
د دوی تر ټولو مشهور رواج د «جُشی» کلنۍ جشنواره ده.
په دغه جشنواره کې دوی نڅیږي، پایکوبۍ کوي، قربانۍ ورکوي، لامبي او د ودونو مراسم ترسره کوي.
دغه جشنواره د ډېر جالبوالي له کبله د نړۍ د مختلفو سیمو د سیلانیانو د پام وړ ده.
هر کال د دغو مراسمو د ترسره کیدو پروخت د نړۍ له مختلفو سیمو هلته خلک د نندارې لپاره راځي.
کالاش غوسه دي!
880x495 cmsv2 b4911e66 97b2 5ff8 8a2a 82f10b7e32d0 3951854 سېلانیانو ته غوسه؛ کالاش وایي د چا د جنسي هوس سړولو ته نه یوو پيدا شوي
اوس کالاش د زیاتو سیلانیانو له ورتلو تنګ شوي او ورته غوسه دي.
دوی وایي په پرله پسې ډول هر وخت د دوی سیمو ته د سیلانیانو ورتګ دا احساس ورکوي، چې دوی ګواکې د ژوبڼ حیوانات دي او نور یې له همدې کبله تماشې ته راځي.
د کالاشو اقلیت تر ۴ زرو تنو دی.
دوی سپین پوستکي، رنګه سترګې او روښانه ویښتان لري، چې له نورو خلکو څخه یې متفاوت ښيي.
کالاشیان بېلاـ بېل خدایان لري، دوی شراب د یوه دود په توګه څښي او ودونه یې د کورنیو له مداخلې پرته د نارینه او ښځینه وو په خوښه دي.
kalash eravel com 3 سېلانیانو ته غوسه؛ کالاش وایي د چا د جنسي هوس سړولو ته نه یوو پيدا شوي
ناروا تورونه
په یوټوب کې د یوې ویډیو خپریدو، چې پکې ویل شوي کالاشیان ازادې جنسي اړیکې لري، دوی سخت غوسه دي.
دغه ویډیو تر ۱،۳ میلیونو پورې کتونکي لرل.
په ویډیو کې ویل شوي، چې کالاشیان تر ټولو ښکلي کاپران دي او هر څوک پکې د دوی نجونو سره د واده لپاره تلی شي.
د لوقا رحمت په نوم د کالاشیانو یوه خبریال دا ویډیو د واقعیتونو خلاف ګڼلې او توند غبرګون یې پرې ښودلی.
kalash mpa wazir zada with kalasha community in Chitral سېلانیانو ته غوسه؛ کالاش وایي د چا د جنسي هوس سړولو ته نه یوو پيدا شوي
هغه خبریالانو ته ویلي: خلک په سیستماتیک ډول غواړي نور وغولوي. دوی له ځانه دروغجنې کیسې جوړوي.
د ده په وینا داسې ناسمې کیسې سیلانیان د دوی سیمو ته د ورتلو لپاره هڅوي او ډېری په دې نیت ورځي، چې جنسي خوندونو نه برخمن شي.
په بومبرات سیمه کې د یوه هوټل مالک، چې هغه هم د کالاش اړوند دی، خبریالانو ته ویلي چې ۷۰ سلنه پاکستاني سیلانیان دغې سیمې ته د اوریدلو شایعاتو له مخې په همدې نیت ورځي چې جنسي خوندونه واخلي.
د سیلانیانو غبرګون
یو شمېر سیلانیانو بیا دا تور رد کړی او د فرانسې خبري اژانس ته یې ویلي، چې دوی د کالاشیانو له فرهنګ سره د لېوالتیا له مخې د دوی سیمو ته سفرونه کوي.
له لاهور څخه یوه ورغلي سیلاني ویلي، چې دوی یوازې د نندارې لپاره د کالاشیانو پر لور ورځي او کوم جنسي هدف پکې نه لري.
kalash eravel com 15 سېلانیانو ته غوسه؛ کالاش وایي د چا د جنسي هوس سړولو ته نه یوو پيدا شوي
نوي قیودات
له دې سره په بومبرات سیمه کې پر زیاتو دېوالونو داسې پوسټرونه لګول شوي، چې له سیلانیانو پکې غوښتل شوي څو د تصویر اخیستو پر وخت له خلکو اجازه واخلي او د ښځو د ځورولو سبب نه شي.
د دغې سیمې د هوټلونو د ټولنې مرستیال یاسر کالاش ویلي، که سیلانیان یې فرهنګ ته درناوی ونه کړي، دوی به یې له سیمې وباسي.
هغه وایي: موږ د هغو سیلانیانو هرکلی کوو، چې زموږ اصول او فرهنګ ته درناوی کوي او د مزاحمت سبب نه ګرځي.
13910706000175 PhotoL سېلانیانو ته غوسه؛ کالاش وایي د چا د جنسي هوس سړولو ته نه یوو پيدا شوي
له نابودۍ سره مخ فرهنګ
د کالاشو په سیمه کې د سیمه ییز موزیم مشر اکرم حسین وایي د کالاش په نوم دغه مذهبي اقلیت پخوا د کشمیر له هیمالیا سیمې د افغانستان تر شمالي څنډو پورې مختلفو سیمو کې اوسیدل.
د ده په وینا دا مذهبي اقلیت اوس بیخي محدود شوی او وروستۍ شمېرې یې شمېر درې زره اته سوه او دوه اویا تنه ښيي.
دوی د ډیورنډ کرښې شاوخوا ته په درېیو درو کې اوسیږي.
حسین اندیښمن دی، چې له دغه اقلیت څخه د نه ملاتړ په صورت کې به د دوی فرهنګ له نابودۍ سره مخ شي.
images Tourism kalashValley1872016 سېلانیانو ته غوسه؛ کالاش وایي د چا د جنسي هوس سړولو ته نه یوو پيدا شوي
د ده په وینا کالاش د خپلو ودونو، تدفین او نورو ځانګړو دودونو لپاره پراخو لګښتونو ته اړتیا لري، چې د پوره کولو لپاره یې ډېر وخت د خپلو ځمکو او املاکو پلورلو ته مجبوریږي.
حسین دا وضعیت د دوی د نابودۍ یوه زمینه سازي یادوي.