کابل کې ۹۲ غیررسمي کورونه د ملکیت سندونو په ترلاسه کولو سره خوندي شول.
د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي، دا وزارت کابل، هرات، مزارشریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو کې د غیررسمي ښاري سیمو ثبت برنامې له لارې په تازه توګه د کابل پر ۹۲ غیررسمي کورونو د ملکیت سندونه ووېشل.
یاد کورونه د کابل په دویمه ښاري څانګه کې پراته دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د کابل په ټولو ښاري څانګو کې د ملکیت ۱۴۸۹۴ سندونه وېشلي دي.
د یاد وزارت له لورې په یوه خبرپاڼه کې راغلي؛ د غیررسمي ښاري سیمو ثبت پروګرام د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په اډانه کې یو له مهمو برنامو څخه دی چې تطبیق سره یې ټول غیررسمي کورونه خوندي کیږي.
بايد وويل شي چې نه یوازې په کابل بلکې په ټول افغانستان کې اکثره دولتي پراخه ځمکې د زورواکو او چارواکو له لورې غصب او بیا پلورل شوي.