کابل کې د ښځو لپاره ځانګړی بڼ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د کابل د ښځو بڼ د کابل په مرکزي برخي کې شتون لري چې اوس مهال د شهرارا بڼ به نوم هم یادیږي. وروسته له جوړېدو نه د یو مصئون ځای په توګه ښځو او کوvنیو ته د تفریح لپاره پرانیستل شو. ددې بڼ د جوړېدو لپاره د ۵۷۰ زرو ډالرو نه ډېر مصرف شوی، مساحت یې۱۳ جریبه او ۲۰ بسوه دي چې په کال ۱۳۸۷ کې د ښځو د چارو ریئسې او د متحده ایلات لخوا جوړ شو.

د ښځو وزارت سرپرسته ډاکټر حسن غضنفر وايي، په دې بڼ کې د ښځو لپاره ډېري اسانتیاوي او د تفریح او ساتیري لپاره ډېر وسایل جوړ شوي دي.

دوی وایي تراوسه ۱۶ باغونه زموږ تر کار لاندي دي، چې د ځینو کارونه یې مکمل شوي هم دي او ځینو باندې یې اوس هم کار شروع دی.

شهرارا بڼ یو تاریخي او تفریحي بڼ دی چې د ننه کېدو ټکټ یې پخوا لس افغانۍ وو هره ورځ به ښځي د تفریح لپاره ورتلې خو اوس یوازي پنجشنبه او جمعه ورتللی شي.دا باغونه نه یوازي د ساتیري او تفریح لپاره دي بلکې د زده کړي لپاره هم دي.

دا د ښځو بڼ اوس یوازي د ښځو لپاره دی ځکه چې دوی همداسي راحته وي. دوی وایي کله چې نارینه هم دې بڼ ته راسي نو موږ په ارامه نه شو راتلی او ډېري ښځي دلته پخلي هم کوي داسي څوک نشته چې دوی ته ستونزه جوړه کړي او مزاحمت وکړي، نو ځکه دا یواځي د ښځو او د کورنیو لپاره دی، نه پریدي چې سړي هم دې بڼ ته راشي.

دې بڼ کې چای خانه، کانتین،مفت انترنت او کوچني پارکونه شتون لري.

اغلې غضنفر وایي دا بڼ یوازي ښځو لپاره نه دی جوړ شوی په راتلونکې کې کله چې د خلکو فکرونه روښانه شي نو دا بڼ به په فامیلي بڼ به تبدیل شي یعنې سړي به هم وکولای شي چې دلته راشي.

د ښځو د چارو ریئسه وایي چې نوره هم هڅه کیږي چې د ښځو د ذهني مصروفیت لپاره همداسي نور ځایونه به هم جوړ شي، ځکه په دې بڼ کې ښځو لپاره کورسونه، نوري خپروني چې د ښځو اړونډ کیږي شته لکه د ښځو نړیواله ورځ هم همدې بڼ کې لمانځل کیږي.

دې بڼ کې هر ډول وني شتون لري لکه، د مرسل ګل، زنبق، د ناجو وني، بادام، توت او پتوني ګل شتون لري چې هلته باغوان یې ساتنه کوي.

په ۱۸ نورو ولایتونو کې هم د ښځو لپاره ځانګړی ځای شته چې ښځي تفریح لپاره ورځي.

په افغانستان کې د ښځو لپاره داسي لږ د تفریح ځایونه دي، خو سړي لپار بیا ډېر دي، نو ځکه ښځي د همداسي نورو تفریحي پارکونو غوښتونکې دي.