بړ بڼ د کابل په شمالي برخه کې په یوې ټپې باندې موقعیت لري، داسي ځای دی چې په زرهاوو شنې ونې شتون لري.
دا بڼ د امیر حبیب الله خان په وخت کې په کال (۱۸۸۰ـ۱۹۰۱) م کې جوړ شوی، او له همدې باغ څخه یې سل کاله مخکې خپل دفتر او کور په حیث کار اخستی، او همدلته مړ هم شو.
تر ټولو لومړنۍ ملي موزیم په افغانستان کې په کال ۱۹۱۹ دې ځای کې جوړ شو، چې د انترکانیننتل هوټل، او د بړ بڼ، د امیر جومات، او حوض هم په همدې ځای کې شتون لري.
تېر کلونه د خلکو د تفریح ځای وو، چې اوړی او ژمې کې هره جمعه او پنجشنبه ځوانان، انجونې او هلکان خپل د کورنۍ سره به دلته تلل.
شورنخود، پکوره او منتو به دلته پخېدل او خلکو به اخستل. د هغه ځای خلکو به ویل:
زه خپل د رخصتي ورځي د ستړیا د لمنځه وړلو لپاره او د پاکې هوا لپاره دلته تېروم ځکه دا ځای ماته ارامتیا راپه برخه کوي.
دې تپه کې یوه مقبره ده د پیر بلند په نامه ددې مقبره په هکله هر ډول روایتونه شتون لري، ځينې وایي چې دا مقبره د پیغمبر ص د لمسي ده، او ځیني وایي چې د انګلیسانو یو تن له مهاجمینو څخه دی د پیتر بلاند په نامه دی، چې د افغانانو او انګلیسانو په جنګ کې مړ شوی او همدلته یې ښخ کړی، خو د وخت په تېرېدو سره د خلکو په باورونو په یو سپېڅلي زیارت د پیر بلند په نامه مشهوره شو. نو کله چې هر څوک دې پارک ته تلل هلته زیارت لپاره به هم تلل، او دا زیارت هم ځانته ځانګړې ورځ درلوده چې د چهارشنبه ورځ وه، ټولې ښځې به په دې ورځ ورتلې شمونه به لګول او نیت به کاوه، چې خدای زموږ دا ستونزه له دې زیارت له کبله حل کړي.
(رحیمه) چې خپل د دوو لوڼو سره راغلې وه ویل یې، زه چې هر واري خپل د کوړنۍ سره دې بڼ ته راځم نو دې زیارت ته هم راځم او دعا کوم. خو له بده مرغه اوس ددې تپې ډېره برخه غضب شوې ده او کورونه پکي جوړ شوي خو له هغه سربېره اوس هم په اوري کې ډېره ښه هوا لري او ډېر شین ځای دی.