پر کابل پوهنتون د برید طرحه کوونکی ونیول شو؛ د حقاني ډلې غړی و.
راپورونه وايي، پر کابل پوهنتون تر خونړي برید کابو پینځه لس ورځې وروسته پر دې پوهنتون د برید اصلي طرحه کوونکی ونیول شو. د ولسمشر لومړي مرستیال ( امر الله صالح) ویلي چې د دې برید طرحه کوونکی اصلاً د پنجشیر اوسېدونکی او د حقاني ډلې غړی دی.
امرالله صالح پرون د لړم/ عقرب پر ۲۴مه د شپږ نیمو بجو په امنیتي ناسته کې چې ولسمشر هم ګډون کړی و, وویل چې پر کابل پوهنتون د برید طراح (عادل ولد محمد عارف) نومېږي او تر درېیم ټولګي یې شرعیات لوستي دي.
ښاغلی صالح وایي چې عادل د حقاني ډلې غړی دی, په خپلو څرګندونو کې یې اعتراف کړی چې دا کار یې د حکومت تر فشار لاندې کولو او د دولت د کمزوري او ناکاره ښودلو په موخه کړی دی.
صالح وایي: ( عادل اصلاً د پنجشېر دی؛ خو کورنۍ یې په پلچرخي کې اوسي. د سیمې اوسېدونکي وایي چې دی له درېیو کلونو راهیسې ورک و, داسې انګازې وې چې د جنګ او زده کړو په موخه بهر تللی.
عادل ویلي چې وسلې یې په خوست کې له حقاني شبکې تر لاسه کړي, امر هم ثناءالله نومي کس ورکاوه).