د هندي سینما نوموتي سینمایې ستوري شاهد کپور فلم(کبیر سنګ) روان کال تر ټولو د زیاتې ګټې سره سره پنځه نور ریکارډونه هم په خپل نوم کړي دي.
۲۰۱۹ کال د هندي سینما د فلم لوبغاړي شاهد کپور لپاره ډېر ښه ثابت شوي، په اوس وخت کې د نوموړي ریلیز شوي فلم (کبیر سنګ) تر ټولو زیاتو پيسو ګټونکی هندي فلم شو.
ایکسپریس نیوز د مشهور فلم څارونکي ترن ادرش له قوله ویلي، دغه فلم د ریلیز کېدو وروسته فقط ۲۴ ورځې یا درې اونۍ وروسته ۲۵۵ کروړه او ۸۹ لکه روپۍ ګټلي.
په خبره یې د دې تر څنګ چې ښه ګټه وټه یې کړې په درې اونیو کې یې پنځه ریکارډونه هم برابر کړي.
هندي سینما کې تر ټولو زیاتو پيسو ګټونکو فلمونو په لس غوره فلمونو کې هم وشمېرل شو.
تر ټولو د زیاتو پيسو ګټوونکو فلمونو کې باهو بلي د ۵۱۱،۲ کروړه روپيو په ګټلو سره لومړي، دنګل د ۳۸۷ کروړه په ګټلو سره دویم، سنجو بیا ۳۴۲ کروړه ګټلي دریم ځای لري، ټائیګر زنده هی۳۳۹ کروړه ګټه کړې او څلورم مقام لري، بجرنګي بهایې جان ۳۲۰ ګروړه ګټې سره پنځم نمبر کې دی، ۳۰۲ کروړه ګټې سره بیا پدوماتي شپږم نمبر کې راځي، بجرنګي بهایې جان بیا ۳۰۲ کروړه ګټلي اوم نمبر لري، سلطان فلم پوره ۳۰۰ کروړه پوره کړي او اتم مقام یې خپل کړی، په نهم مقام کې د عامر خان فلم ۲۸۴ دهوم ۳ ګټلي، او لسم نمبر کې کبیر سنګ دی چې ۲۵۵ کروړه ته یې لا تر اوسه ګټه رسولې خو ممکن د وخت په تېرېدو سره یې په ګټه کې تغیر راشي.
د شاهد کپور په لوبیز ژوند کې تر ټولو د ډېرو پیسو ګټوونکی فلم د مشهور فلم لارښود سنجی لیلا بهنسالي فلم (پدماوت) وه خو دغه فلم د شاهد ځانته نه بلکې مرکزي رول یې رنویر سنګ هم اداء کړی.
نو ویلی شو چې کبیر سنګ د شاهد کپور تر ټولو د زیاتو پیسو ګټوونکی فلم دی.
کبیر سنګ څنګه چې په هند کې د ښې ګټې ریکارډ خپل کړی دغه ډول یې اسټرلیا هېواد کې هم د نورو فلمونو په پرتله ډېره ګټه کړې او لومړی د بالیوډ فلم دی چې په اسټرلیا دومره ګټه کوي.
په دغه هېواد کې کبیر سنګ فلم د ګلي بوائي، اړی، بهارت او سوت انډین فلم تر شا پريښي.
د شاهد کپور او کیارا ایډواني (کبیر سنګ) فلم په هندي باکس افس کې په ۲۰۱۹ کال کې تر اوسه تر ټولو د زیاتو پيسو ګټوونکی فلم شو، تر دې وړاندې په هند کې دهالیوډ سینما انګلیش فلم اوینجر اینډګیم په هندي باکس افس کې ۳۷۳ کروړه څخه زیاتې پیسې ګټلې وې.
فلم (کبیر سنګ) د ریلیز کېدو په ۱۳ ورځ ۲۰۰ کروړه ګټه پوره کړې وه او ریکارډ یې ټینګ کړ، تر دې وړاندې د سلمان خان فلم بهارت په څوارلسمه ورځ ۲۰۰ کروړه پوره کړې وې.