ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
څېړنو او تحقیقاتو ښوولي دي چي ټول افراد په متفاوتو کاري محیطونو کي د مؤدبانه، محترمانه او متقابل برخورد غوښتونکي دي. او دا طبیعي خبره ده چي د هر کس احترام او درنښت خوښېږي، یوازې کېدای سي درجه متفاوته اوسي، خو مطمئناً هیڅوک هم نه سي کولای چي له دغه طبیعي اړتیا څخه انکار وکړي. یوازي تاسي خپله د نورو د برخورد د څرنګوالي سبب ياست، رښتیا پوهېږئ چېري؟ کله؟ په څوندي اندازه، کولای سئ په لوړه درجه کي راسئ. خو دغه متقابل احترام او تعريف ئې په کاري محیط کي بېل او متفاوت دئ.
موږ په نننۍ لیکنه کي هڅه کړې ده چي څو ډېري ساده خو مؤثري حللاري چي په رعایتولو سره ئې کولای سئ دغه هدف ته ورسېږئ راوړي دي.
۱ـ له نورو سره په مهربانۍ، صميمانه او مؤدبانه برخورد وکړئ.
۲ـ له خپلو همکارانو څخه د هغوی نظريات وغواړئ.
۳ـ تر هري خبري کولو دمخه، لومړی د هغوی نظريات کاملاً واورئ او هیڅکله د هغوی خبري مه پرې کوئ او پر نورو باندي خپل نظرمه تپئ.
۴ـ د خپل کار د ثبات يا پرمختګ له پاره، د نورو له نظرياتو یا حللارو څخه ګټه پورته کړئ او پرېږدئ هغوی پوه سي چي تاسي دغه نظريات او باورونه عملي کړل څو انګېزه اوسي چي په راتلونکي کي هم ستاسي سره همکاري وکړي.
۵ـ له هر ډول توهینه، مستعارو نومونو، د همکارانو يا د هغوی د نظرياتو له تحقیرولو پرهېز وکړئ.
۶ـ ټول انسانان نیوکي نه مني، ځکه نو هیڅکله د نورو په اړه قضاوت، تُنده نیوکه او د هغوی رټنه مه کوئ. پر ځان له فخر کولو او همکارنو کوچني ګڼلو څخه پرهېز وکړئ. حتی ډېره کوچنۍ رټنه او ناخوښه رفتار، د افرادو په زړو کي په ژورو ټپونو او نفرتونو بدلېږي چي کېدای سي کله هم ختم نه سي.
۷ـ له هغوی سره په برخورد کي، له هر ډول نژادي، سمتي، د څېرې، عمر، توکم، او… توپيرونو او تبعیضونو څخه پرهېز وکړئ. ځکه چي د ځینو له پاره د کاري محیط د عدم تحمل او خپګان رامنځ ته کېدو سبب کېږي، له ټولو کارمندانو سره په یوشان رفتار سره، صلح، صمیمیت رامنځ ته کړئ.
۸ـ کوښښ وکړئ چي څوندي مو وس وي په زده کړییزو او ډېرو مهمو غونډو کي ګډون وکړئ، په یادو غونډو کي له غونډي څخه د یوه داسي کس له ايستلو څخه یوازي په دې خاطر چي بحث په هغه پوري نه مربوطېږي پرهېز وکړئ. که دغه کار ته مبجور سواست د هغه له ایستلو پرته، بحث بل شي ته واړوئ او وروسته بیا د یوې خاصي غونډي پر مهال مسئله یوازي په هغې پوري د مربوطو کسانو سره بیان کړئ. هغوی ته موکې ورکړئ چي خپلي ژمني، دندي او وړتیاوي پوره او ثابتي کړي. د جمعي کارونو د پیاوړي کولو له پاره، د همکارانو له منځه له یوه څخه داوطلبانه غوښتنه وکړئ څو د هغوی انګېزه لا زیاته سي.
۹ـ تشويق، تمجید او تحسینول مه هېروئ، په دغه لاره کي تفاوتونو ته ارزښت مه ورکوئ، له کښته تریني درجې څخه بیا تر پورته تریني هغې پوري د هغوی د فعالیتونو په نسبت، عوض او انعام ورکړئ.
۱۰ـ همېشه په خپل کاري محیط کي دغه زرین قانون مراعات کړئ:” له نورو سره داسي رفتار وکړئ چي څنګه ستاسي خوښېږي چي نور ئې ستاسي سره وکړي “ د پورته ذکر سوو نقاطو په مراعاتولو سره، کولای سئ چي په یوه سالم، آرام او له احترام او درنښته ډک محیط کي، کار وکړئ او هر څوک درته احترام وکړي.