تر اتلس کلنۍ پورته لوستونکي دې ولولي. که تاسو عمر تر اتلس کلنۍ کم وي نو دا لیکنه ستاسو لپاره نه ده.
خواړه د انسان په عمومي روغتیا سربیره، د هغه په جنسي روغتیا هم ژور اغیز پریږدي. هر څه چې موږ خورو، زموږ جنسي روغتیا په مثبت یا منفي ډول اغیزمنوي.
یوې څيړونکې ډلې تازه څیړنه کې اووه (۷) مهم خواړه، چې د نارینه جنسي قوت څو چنده لوړوي، په ګوته کړې دي.
دا خواړه ارازنه او په هر ځای کې پیدا کیږي. موږ يې دلته درته یو په بل پسې ذکر کوو:
۱ـ تور چاکلیټ یا ککاوو:
تور چاکلیټ که څه هم په مستقیم ډول د جنسي قوت سره اړیکه نه لري، خو د نارینه موډ او رواني وضعیت ښه کوي. سټریس یا فشار جنسي ځواک له مینځه وړي؛ خو تور چاکلیت کولای شي، چې نارینه له هر ډول ذهني کشمکش او سټریس څخه راوګرځوي. په دې چاکلیټ کې شته مواد ستاسې موډ او وضعیت ښه کوي، چې ورسره په ګډ ژوند او کوروالي کې هم ښه مخ ته ځئ.
۲ـ زَړي:
اغوز، بادام، ممپلۍ او نور زړي د نارینه جنسي قوت څو چنده لوړوې. ددې ډول خوړو په خوراک سره د انسان په وجود کې بیلابیل مهم او ګټور هورمونونه افرازیږي، چې د نارینه په جنسي قوت کې خورا مهم دي.
۳ـ هوږه:
هوږه که څه هم ځینې خلک يې ددې لپاره نه خوري، چې بیا يې ګنې خوله بوې کوي، خو د جنسي قوت اصلي راز ګڼل کیږي. د هوږې خوړل نه یواځې دا، چې د وینې لوړ فشار کنټرولوي، بلکې د وینې جریان هم چټکوي. کله چې په وجود کې د وینې جریان څومره چټک وي، هومره نارینه په جنسي لحاظ قوي او ځواکمن وي.
۴ـ شنه سبزي او تخم لرونکي خواړه:
د براقلي فامیلي ټول خواړه د نارینه په جنسي هورمونو مستقیم اغیز پریباسي. ددې خوړو خوړل د جنسي قوت لپاره هیڅکله هم بې ګټې نه دي.
۵ـ ماهي:
ماهي د بي ویټامین په لرولو سره د نارینه د جنسي ځواک ګټور عامل دی. د ماهي خوړل په وجود کې د وینې جریان تیزوي او جنسي انرژې څوچنده لوړوې.
۶ـ اوت (وربشې لرونکې) خواړه:
اوت چې په ټولو بازارونو کې موندل کیږي، او د اوت oat په نوم شهرت هم لري، د جنسي قوت لپاره ګټور خواړه دي. دا خواړه د وزن په کنټرول کې هم اساسي رول لري.
۷ـ پروټین:
پروټین او پروټین لرونکي خواړه هم له شکه پرته، چې د جنسي قوت لپاره ګټور دي. پروټین د ټیسټرون په نوم هورمون افرازوي، چې د جنسي ځواک لامل کیږي.