یاران سپورټ
ویسټ انډیز او انګلستان په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه د کرکټ لوبغالو تړلې دروازې بېرته پرانیزي.
ویسټ انډیز انګلستان ته جون میاشت لومړیو کې سفر کړی او د دریو ټېسټ لوبو لپاره چمتو دی.
لومړۍ ټېسټ کرکټ لوبه د جولای په اتمه نېټه د چهارشنبې پر ورځ پیلېږي او وروستۍ یا درېیمه ټېسټ لوبه د جولای په ۲۴ مه نېټه شروع کېږي.
جېسن هولډر چې د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې د ټېسټ لوبو لوبډلمشر دی، له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې زموږ لوبغاړي د انګلستان له چټکو توپ اچوونکو؛ جوفرا ارچر، جېمز انډرسن او سټورټ براډ څخه وېره نه لري، بلکې ټول ښه وړ لوبغاړي دي.
هغه زیاتوي:
“زه یوازې دا نه وایم چې ټاپ ارډر یا پېلوونکي توپوهونکي ښه توپوهنه وکړي، بلکې له ټولو د ښې لوبې هیله کېږي.“
نوموړي څرګنده کړه چې ویسټ انډیز د ۲۰۱۹م په وروستیو کې له انګلستان ښه لوبلړۍ ترسره کړه او ځوانان ښه ولوبېدل.
هولډر د افغانستان پر وړاندې یوازینۍ ټېسټ لوبې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې موږ د افغانستان خلاف ښه لاستهراوړنه لرله او پایله یې بریا وه.
رکیم کارنوال چې لومړي لپاره د ویسټ انډیز په ټېسټ لوبوکې ولوبېد، له افغانستان څخه یې په دواړو پاڼیو توپ اچونه کې لس وېکټې واخیستې.
د ویسټ انډیز او انګلستان سکواډونه
جېسن هولډر لوبډلمشر، جېرمېن بلک ووډ، کروما بونر، کرېګ برېتوېټ، شمارا بروکس، جان کمپبېل، روسټن چېس، رکیم کارنوال، شېن ډورېچ وېکټ ساتونکی، شېنن ګابرېل، چېمار هولډر، شی هوپ، الزاري جوسیف، رېمون رېفر او کېمر روچ د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې نوملړ کې دي.
د انګلستان لوبډله؛ جو روټ، بېن سټوکس لوبډلمشر، جېمز انډرسن، جوفرا ارچر، ډام بېس، سټورټ براډ، روري برنز، جاس بټلر وېکټ ساتونکی، زاک کراولي، جو ډېنلي، اولي پاپ، ډام سېبلي، کرېس ووکس او مارک ووډ د انګلستان سکواډ کې شامل لوبغاړي دي.