د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر جې روټ څو ورځې وړاندې یو ریکارډ په خپل نوم کړی و او اوس یې بیا بل ریکارډ په خپل کړ.
جېروټ د کرکټ په درې فارمټونو ټیسټ، یوورځنیو او شل اوریزه لوبو کې تر بل هر انګلستاني لوبغاړي زیاتې منډې جوړې کړې وې او په دې سره یې د انګلستان لپاره یو ریکارډ جوړ کړ.
هغه په ۲۹۰ ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو کې ټولې ۱۵۹۳۷ منډې جوړې کړې دي، چې ترټولو مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی وشمېرل شو.
ددې ترڅنګ هغه په بل تازه ریکارډ کې د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې په تاریخ کې د ټیسټ سیالیو د مخکښ منډه جوړونکو لوبغاړو په ډله کې دویم مقام ته ځان ورساوه.
روټ په ۱۰۷ ټیسټ لوبو کې ۸۹۳۵ منډې جوړي کړي او تر ګوچ مخکې شو، چې د لیست دویم ځای یې ونیو.
د انګلستان لپاره په ټیسټ سیالیو کې مخکښ منډه جوړونکې لوبغاړي
۱- کاک: په ۱۶۱ ټیسټ لوبو کې یې ۱۲۴۷۲ منډې جوړې کړې دي.
۲- جې روټ: په ۱۰۷ ټیسټ لوبو کې یې ۸۹۳۵ منډې جوړې کړې دي.
۳- ګوچ: په ۱۱۸ ټیسټ لوبو کې یې ۸۹۰۰ منډې جوړې کړې دي.
۴: سټېوارټ: په ۱۳۳ ټیسټ لوبو کې یې ۸۴۶۳ منډې جوړې کړې دي.
۵: ګووار: په ۱۱۷ ټیسټ لوبو کې یې ۸۲۳۱ منډې جوړې کړې دي.
۶: پېټرسن: په ۱۰۴ ټیسټ لوبو کې یې ۸۱۸۱ منډې جوړې کړې دي.
۷: بایکاټ: په ۱۰۸ ټیسټ لوبو کې یې ۸۱۱۴ منډې جوړې کړې دي.
۸: اتیرټن: په ۱۱۸ ټیسټ لوبو کې یې ۷۷۲۸ منډې جوړې کړې دي.
۹: بېل: په ۱۱۸ ټیسټ لوبو کې یې ۷۷۲۷ منډې جوړې کړې دي.
۱۰: کادري: په ۱۱۴ ټیسټ لوبو کې یې ۷۶۲۴ منډې جوړې کړې دي.