د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر جې روټ د ځان او انګلستان لپاره یو بل ویاړ ترلاسه کړ، چې د انګلستان لپاره ترټولو زیاتې ټیسټ سیالۍ ګټونکی لوبډلمشر شو.
جې روټ په ۵۵ ټیسټ سیالیو کې انګلستان لوبډلې ته تر خپلې رهبرۍ لاندي ۲۷ لوبې وګټلې، چې تر واګان مخکې شو او د انګلستان په تاریخ کې زیاتې ټیسټ لوبې ګټونکی لوبډلمشر شو.
Joe Root is now England's most successful Test captain 🙌#ENGvsIND
— ESPNcricinfo (@ESPNcricinfo) August 28, 2021
د انګلستان لس هغه لوبډلمشران، چې تر رهبرۍ لاندې یې زیاتې ټیسټ لوبې ګټلې
۱- جې روټ: ۲۰۱۷-۲۰۲۱، په ۵۵ ټیسټ سیالیو کې یې ۲۷ لوبې ګټلې.
۲- واګان: ۲۰۰۳-۲۰۰۸، په ۵۱ ټیسټ سیالیو کې یې ۲۶ ګټلې.
۳- کوک: ۲۰۱۰-۲۰۱۶، په ۵۹ ټیسټ سیالیو کې یې ۲۶ ګټلې.
۴- سټراووس: ۲۰۰۶-۲۰۱۲، په ۵۰ ټیسټ سیالیو کې یې ۲۴ ګټلې.
۵- مې: ۱۹۵۵-۱۹۶۱، په ۴۱ ټیسټ سیالیو کې یې ۲۰ ګټلې.
۶- بریرلي: ۱۹۷۷-۱۹۸۱، په ۳۱ ټسټ سیالیو کې یې ۱۸ ګټلې.
۷- حسین: ۱۹۹۹-۲۰۰۳، په ۴۵ ټیسټ سیالیو کې یې ۱۷ ګټلې.
۸- اتریټون: ۱۹۹۳-۲۰۰۱، په ۵۴ ټیسټ سیالیو کې یې ۱۳ ګټلې.
۹- لینګوورت: ۱۹۶۹-۱۹۷۳، په ۳۱ ټیسټ سیالیو کې یې ۱۲ ګټلې.
۱۰- هوټون: ۱۹۵۲-۱۹۵۵، په ۲۳ ټیسټ سیالیو کې یې ۱۱ ګټلې.