رنګین تجريدي ډیزاین

جاپانیان څنګه ممتازه ماشومان روزي؟ څو ټکي چې ترې زده کولی یې شئ

ژباړه: بشر دروېش
جاپانیان په ماشوم روزنه کې خاص نوم لري. د دوی ماشومان د نړۍ د ډېرو نورو برخو له ماشومانو څخه زیات قانونمند، مودب او د دوستانه چلند خاوندان دي.
د دوی ماشومان خپل احساسات ډېر ښه کنټرولولی شي. همدا وجه به وي، چې د جاپان په سوپر مارکیټونو او نورو عامه ځایونو کې ماشوم په ډېر استثنایي ډول په ژړغوني حالت کې لیدل کیدای شي.
جاپانۍ میندې او پلرونه د ماشوم روزنې لپاره یو لړ ځانګړي اصول لري، چې باید زده کړه ورڅخه وشي.
د مور او ماشوم اړیکه
په جاپان کې د مور او ماشوم اړیکه د نړۍ له ترټولو پياوړو کورنیو اړیکو څخه ګڼل کیږي.
جاپانی ماشوم او مور څنګ په څنګ ویده کیږي، له کوره د وتو پر وخت همېش یو ځای وي او هم د یو بل احساسات ډېرښه درک کوی شي.
د ماشوم روزنه
د جاپانۍ مور او ماشوم اړیکه له حده ډېره عاطفي ده. هلته میندې هرهغه کار زغمي او نه پرې غوسه کیږي، چې ماشوم یې کوي.
جاپانۍ میندې په دې لحاظ تر حده زیات خپلو ماشومانو ته ناز ورکوي او خیال یې ساتي.
په جاپان کې میندې تر ۵ کلنۍ خپلو ماشومانو ته د هر ډول خپلسریو، شوخۍ او نازونو اجازه ورکوي.
دا کار په نورو هېوادونو کې ماشومانو ته افراطي ازادي ورکول ګڼل کیږي، خو جاپانیان ورته د یوه ښه کار په سترګه ګوري او ښه یې یادوي.
د ماشوم روزنې سیستم
په جاپان کې په حکومتي یا قانوني کچه هم د ماشوم روزنې لپاره سیستم له نورو هېوادونو څخه متفاوت او ډېر ځانګړی دی.
د جاپان قوانین ماشومان په دوو برخو وېشي. یو ته یې بشپړ ماشومان وایي او د عمر حد یې ورته ۵ کاله ټاکلی.
له دې اخوا په دویم پړاو کې تر ۱۵ کلنۍ پورې د جاپان قوانین دویمه درجه ماشومان ګڼي، خو تر دې زیات عمر لرونکو ته د نورو انسانانو هومره حقوق ورکوي.
په نورو هېوادونو لکه افغانستان کې تر ۱۸ کلنۍ پورې ماشومانو ته د ماشومتوب عمر ټاکل شوی دی.
پر دې ټکیو سربېره د جاپانیانو ماشوم روزنه ځینې نور ټکي هم لري، چې دلته اشاره ورته کوو:
ـ جاپانیان باور لري، چې ماشوم ستاسې ورکړې مینه بیرته منعکسوي.د همدې اصل له مخې دوی خپل ماشومان ډېر زیات نازوي او واقعیت دا دی چې ماشومان یې هم بیرته دوی خورا زیات نازوي.
ـ جاپانیان د زیاتې مینې ورکولو ترڅنګ خپلو ماشومانو ته دا ور زده کوي، چې د ټولنې له قوانینو سره ځانونه عیار او ورسره په مطابقت ژوند وکړي.
ـ جاپانیان خپلو ماشومانو ته اوږد مهاله هدف لرل او ورته د رسیدو لارې چارې ورښيي.
ـ جاپاني ماشومان له مور وپلار څخه د لاسته راوړې بې حده مینې د ادا کولو لپاره هم له هغو شیانو ځان ساتي، چې د هغوی د نارضایتۍ سبب کیږي.
ـ جاپانۍ میندې له ټولو مصروفیتونو او آسوده ژوند سره بیا هم له کوم استثنا پرته تر ۳ کلنۍ پورې خپل ماشومان خپله روزي. دوی باوري دي چې د مور مینه د نړۍ تر ټولو غوره روزونکې هم ماشوم ته نه شي ورکولای.
ـ جاپاني کورنۍ خپلو اولادونو ته د خپلو احساساتو د مدیریت ترڅنګ د دغو احساساتو د بیان او هم د متقابلو احساساتو د درک کولو لارې چارې ور زده کوي.