جاپان د کرونا واکسین جوړولو ته یو ګام نیژدې شو!

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: نسیمه محمدي
د جاپان د انتاني نارغیو ملي مؤسسې په بریالیتوب سره د کرونا په ویروس د اخته ناروغ کس له بدن څخه د دې ویروس د جدا کولو خبر ورکړ. د راپورونو پر اساس دا جلا شوی جن ۹۹،۹ سلنه د هغه ویروس سره چې د چینایي دولت له لوري وړاندې شوی، ورته والی لري.
یوې جاپانۍ مؤسسې د کښت له محیط څخه د کرونا ویروس په بریالۍ توګه د جدا کولو سره، یو ګام د دې ګواښوونکي ویروس واکسین جوړولو ته نیژدې شول. د جاپان د انتاني ناروغیو مؤسسې د یو ناروغ وګړي د دې ویروس د جلا کولو خبر ورکړ.
دا مؤسسه به په بل ګام کې، د دې اخیستل شوي ویروس څخه د واکسین او درملو جوړولو او د دې کېت د تست کولو سره د فوري تشخیص لپاره کار واخیستل شي. همدارنګه د کرونا د لېږد په میکانیزم او د زهریت په اړه هڅې لا زیاتې او د کرونا جلا شوی ویروس به د نورو څېړونکو او کمپنیو په واک کې هم ورکرل شي.
د ژوندي کښت له محیطونو څخه د ویروسونو جدا کول د ویروسي ناروغیو د پېژندلو لپاره یوه کړنلاره او د مایکرو ارګانیزم د جدا کولو پر وخت ۱۰۰٪ تشخیصي چلند دی، یعنې د مایکرو ارګانیزم په جلا کولو تل کېدای شي، د یوې ناروغۍ عامل وپېژندل شي.
کرونا ویروس چې د ۲۰۱۹م په وروستیو کې له چین هېواده خپور شو. تر اوسه ځوارلس زره وګړي پرې اخته کسان او ۱۴۰۰۰تنه مړه شوي دي. دا ویروس د چین د۳۰ ښارونو سربېره، د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه چې شمېر یې ۲۶ ته رسېږي، هم نښې څرګندې او د ۴۹۲ د مړه کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د دې ناروغۍ د چوپتیا اوږده دوره د څو ورځو تر دوو اونیو توپیر کوي، همدا د دې لامل ګرځي ناروغان د تبې او نفس تنګۍ د علائمو تر څرګندېدو وړاندې صحي مرکز ته ولاړ نشي.
کرونا ویروس د ۲۰۰۳م د سارس ویروس برخلاف چې ۸۱۰۰ تنه یې ناروغ کړل، د چوپتیا تر څرګندېدلو وړاندې دوره کې هم له یو کس بل ته د انتقال وړ دی.