له څو کلونو راهیسې د افغانستان په تور بازار کې د جنسي پیاوړتیا، چاغوالي، ډنګروالي او نورو داسې جذابو نومونو لاندې د مرستندوی درملو په نوم مختلفې دواګانې په لوړه بیه پلورل کیږي.
د دغو درملو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ سپانسر شوي تبلیغات ترسره کیږي، چې هم یې ځوانان، هم عمر خوړلي او هم نور بېلاـ بېل خلک پر ځان مات کړي.
ناقانونه کاروبار
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز په هغه مکتوب کې، چې د ټولو ولایتونو د عامې روغتیا د ریسانو په نوم استول شوی، لیکلي چې دا کاروبار ناقانونه دی او د نامسوله کسانو له لورې ترسره کیږي.
هغه لیکلي: دا ډول درمل په ناقانونه ډول هېواد ته واردیږي او نامسوله کسان یې په پټه او ښکاره د قانون خلاف پلوري.
خطرناک درمل
د عامې روغتیا وزیر هم په یاد شوي مکتوب کې دا درمل خطرناک ګڼلي او نورو روغتیا پوهانو هم تل د داسې درملو پر نه کارولو ټینګار کړی.
د دغو درملو لوی تاوان دا دی، چې جانبي عوارض یې زیات دي او د یوې ستونزې د لنډ مهاله حل ترڅنګ ګڼ اوږدمهاله زیانونه د انسان وجود ته پيدا کوي.
تاسې خو یې نه کاروئ؟
که تاسې درانه لوستونکي کله دغه درمل کارولی وي او یا یې اوس د کارولو نیت لرئ، هیله ده نور یې بس کړئ.
د دغو درملو زیانونه ګڼ او نه جبرانیدونکي دي.
دا درمل هم په قیمته پلورل کیږي، هم بې تشخیصه او هم د ډاکټر له مشورې او لارښوونې پرته استعمالیږي.
ډېرو هغو کسانو، چې د جنسي پياوړتیا، چاغوالي او ډنګروالي په نوم داسې درمل کارولي، په ګڼو نورو روغتیایي ستونزو اخته شوي او په دغه کار پښېمانه دي.
څه باید وکړو؟
اوسنۍ نړۍ او طب یې خورا پرمختللي شوي، په هر ښار، کلي او سیمه کې د هرې ناروغۍ ګڼ ډاکټران شته، چې د اړتیا پر وخت باید هغوی ته مراجعه وکړو.
تر هغې چې ډاکټرانو ستاسې د اړوندې ستونزې لازم معاینات نه وي کړي او درمل یې نه وي درکړي، پخپل سر درمل مه کاروئ.
که یې وکاروئ، له ګټې یې تاوان درته زیات دی او بیا به پرې پښېمانه یاست، خو اوبه له ورخه تېرې وي.
له چوپتیا وروسته ویښتیا
د عامې روغتیا وزارت دا کمپاین د هرکلي وړ دی، خو د وزارت او نورو حکومتي مسولینو مسولیت ورسره نه بشپړیږي.
د داسې خطرناکو درملو د استعمال او عامیدو کلونه کیږي، خو دوی تراوسه هیڅ کوم اقدام نه و کړی.
اوسني کمپاین ته هم د تېرو په نظر کې نیولو سره زیاته خوشبیني نشته، چې چندانې مثبته او قاطع پایله ورکړې.
دلیل یې معلوم او همدا دی، چې روغتیایي سکتور هم د ګڼو نورو په شان مافیايي شوی، چارواکي، زورواکي، وکیلان او ظالم پانګوال ټول پکې ښکېل دي او په هره نادوده کې سره شریکان دي.
له هرڅه غوره دا ده، چې خلک خپله د ځان روغتیا ته زیات پام وکړي او پخپل لاس مرګوني او خطرناک درمل وانخلي او ونه کاروي.
د روغتیایي سکتور د فساد او بې کیفایتیو په اړه د یاران دا مطالب هم لوستی شئ:
روغتیایي سکتور او مافیا؛ د سپینو جامو غله څنګه د ولس وینې زبېښي؟
https://yaraan.com/old/afghanistan-privet-hospitals/
په افغانستان کې شخصي روغتونونه – مصطفی سالک
http://yaraan.com/afghan-hospitals/