
د جلال اباد ښار زړه، پښتونسټان واټ ته څېرمه په سراج العمارت سمسور بڼ کې د تنکیو ځوانانوتر منځ د کرکټ ملي لوبډلو لوبغاړو د رمضان جام سیالۍ خوندورې کړي دي.
دا جام چې د روژې له لومړیو ورځو پیل شوی د روژې مبارکې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.
په دې سیالیو کې ۱۲ لوبډلې د هارډ بال لوبه کوي او خورا ځواکمن ځوانان د ورزش او کرکټ د لا قوت لپاره بېټونه اوچتوي او بالونه غورځوي.
ختيځ اکاډُمۍ کرکټ کلب لوبډله، کوچیان ټایګر لوبډله، فقیر وهاب کرکټ لوبډله، ښېوې کرکټ کلب، این آر بي کرکټ لوبډله، عباد عرب کرکټ کلب، ذاهد سلیمي کرکټ کلب، نعمت الله کرکټ کلب، شفیع الله کرکټ کلب او مشرقي کرکټ کلب لوبډلې په دې سیالیوکې لوبېږي.
دا سیالۍ د ختیځ کرکټ اکاډومۍ په نوښت پیل شوي دي.
د دې کرکټ اکاډومۍ منېجر او ناظم رضوان الله تره خېل د رمضان جام په اړه یاران ته وویل:
«دا سیالۍ د ټي ټېن لیګ تر عنوان لاندې د ۱۲ لوبډلو په ګډون پیل شوي دي او د اختر تر پایه به دوام وکړي.»
د تره خېل په خبره په دې لیګ کې هره لوبډله دوه لوبې کوي، چې دوهم پړاو ته د تګ لپاره باید دواړه لوبې وګټي.
هغه وایي تر اوسه پورې په دغه لیګ کې شپږ لوبډلې توانیدلي چې دوهم پړاو ته لار ومومي او شپږ لوبډلې بیا له سیالیو بهر شوي دي.
په دې لوبو کې د ملي لوبډلې لوبغاړي، شفیق الله شفق، شبیر نوري، بهیرشاه محبوب او د ۱۹ کلنو لوبډلې ځېنې لوبغاړي شامل دي.
سربېره په دې سیالیو کې د افغانستان د درې ورځنیو، ولایتي او فرسټ کلاس سیالیو ځېنې لوبغاړي هم لوبېږي.
دې لیګ ته د ټي ټېن نوم ورکړل شوی، هره لوبډله لس اورونه پیلوي او هره پاڼۍ لس اورونه وي.
د دې لیګ هره لوبه مازیګر مهال پیلېږي او ماښام له اذانونو سره پای ته رسېږي.
د رضوان الله تره خېل په خبره په دې لیګ کې د ننګرهار له مختلفو سیمو ۱۲ لوبډلې لوبېږي، چې د ولسوالیو څخه هم پکې تکړه لوبغاړي اخېستل شوي.
د دې لوبو یو بل تنظیموونکي شیرخان یاران وېب پاڼې ته د یادولوبو په اړه لا زیات معلومات ورکړل، هغه وویل د دې لوبو ارزښت په دې کې دی، چې لوبغاړي او ځوانان ورزش وکړي، خوشحاله شي، صحت مند شي، ځوانان یو بل سره پېژندګلوي پېدا کړي، مینه، محبت او ورورولي ټېنګېږي او د مسلکي کرکټ په پرمختګ کې خورا ښه رول لوبوي.
تېر کال د روژې مبارکې میاشتې په لومړیو کې د رمضان جام سیالیو لپاره خورا زبردست ترتیبات نیول شوي وو، خو بهسودو پول ته څېرمه په سپین غر لوبغالي کې چاودنو هغه لوبې ګډوډې کړې، د لوبو تنظیموونکی هدایت الله زهیر پکې ژوند بایلود او ځېنې کسان ورسره ټپیان شول.
له هغې یو کال وروسته یو ځل بیا د ځوانانو لپاره د امنیتي ځواکونو د کلکو امنیتي تدابیرو په شتون کې دا لوبې پیل شوي، ځوانان په خورا خوښۍ د سراج العمارت شینکي بڼ ته د لوبېدو او لوبو لیدو ته راځي او څو شېبې په خوشحالۍ او نندارو تېروي.
مازیګر مهال د ټي ټېن لیګ سیالۍ د هارډ بال یا کلک توپ په وسیله کېږي؛ خو له دې سیالیو سره څنګزن د ټېنس بال سیالۍ هم په همدغه لوبغالي د شپې له خوا کېږي.
د سراج العمارت بڼ کې د ختیځ کرکټ اکاډمۍ منېجر رضوان الله تره خېل وایي، د ټېنس سیالۍ له روژه ماتي وروسته پېلېږي او د شپې تر ناوخته دوام کوي.
هغه وایي په ټېنس بال سیالیوکې شا او خوا ۳۶ لوبډلې له ننګرهار لوبېږي، یوه لوبډله له کابل څخه برخه لري او د ټول ختیځ په کچه لوبغاړي پکې سیالۍ کوي.
نوموړی وایي له دې سیالیو یې موخه د ښو لوبغاړو په ګوته کول دي او بیا یې د اکاډُمۍ په کچه ثبتوي.
تره خېل وایي دا سیالۍ د اختر تر ورځو دوام مومي.
د ننګرهار سربېره په کابل کې هم د رمضان جام سیالۍ پیل شوي، د کرکټ ملي لوبډلې هغه لوبغاړي پکې هم لوبېږي، چې لوبډلې سره انګلستان ته نه دي تللي.