لیکنه: خالد یوسفزی
اول خو راځئ دا ومنو چې د بابا مزار يواځې هديره نده بلکه په برې پښتونخوا کې د عدم تشدد د فلسفې مرکز او درسګاه ده. د پښتنو د لر او بر د اتصال نقطه ده. د پښتانه کلتوري کور دی. هلته دا نن هم کتابتون او د غونډو تالار موجود دی. له دې ځايه هغه توقع کول چې يواځې دې پکې فاتحې واخيستل شي، د دغه ستر شخصیت سره زياتی دی. د باچا خان دغه وصيت چې ما به د پيرنګي تر ولکې لاندې خاوره کې نه خښوئ په ذات کې يو سياسي مزاحمتي حرکت وو. او دا حرکت لا ژوندی دی. نن د هغه له مزاره د ريکشو سټينډ او يا د فاتحو د ديګونو پخولو ميدان جوړولو کوشش د نوموړي له فکر او فلسفې سره زياتی دی. دا مزار نه د ملا دی، نه د سياستمدار. دا د ولس دی. او د ولس د احساساتو او کلتور ترجمان بايد اوسي. دا مزار بايد د مزاحمتي سياست په مرکز واوړي.
د نارنج ګل د تنظيم کونکو کور ودان چې ښه غونډه يې ترتيب کړه. مګر د ننګرهاري ولس دې انصاف روزي شي چې د هيڅ ډول نظم او فرهنګ نمایش يې نکړ وړاندې. لکه د تل په څېر دا مشاعره بيا هم ډېر د ابتذال او بازاري شعرونو نه ډکه وه چې هیڅ هنر پکې نښکارېده، محتوا او شکلیات یې دواړه لکه چېرته کچه ګړۍ کې چې ماجر راټول شوي وي، په ډېرې ټیټې سطحې وه. سږکال د ملي تلویزیون په ابتکار یې شکل او ډیکوریشن نوی شو او موسیقي هم ور دننه شوه او یو څه خلک هم په نظم ناست و، خو محتوا بیا هم هماغسې د پولي د سر شعرونو نه ډکه وه. هلته شپیلاق وهل، بیځایه ناري وهل، د شعر سره سم د بدرګې نشتوالی او هلته د غیر هنري خلکو رابلل، لکه د کابل د سینماګانو یا د سګ جنګۍ د میدانونو په څير چغې او بغاري وهل ددې مشاعرې تاریخي اصالت او د ننګرهار فرهنګي ماحول پخوا هم تر جدي پوښتنو لاندې راوستی وو او لا هم د ننګرهاري ولس په لمن تور داغ دی. دا هغه څه وو چې د بابا په مزار يې د دغه پروګرام د نامناسبوالي پوښتنه راپورته کړه. نور وطنونه خو څه کوئ، دغه نږدې هرات او باميانو کې مشاعرې او کلتوري پروګرامونه وګورئ. د هغه خلکو مهذبه رويه او نظم سړی د کلتور او هنر سره شوق ته اړ کړي. ځينې خلک که پدې غصه دي چې هلته ډمتوب شوې، د باچا خان د شخصيت او عزت له غمه ندي مړه. بلکه اکثريت يې د هاغه سلفي تعبيره متاثره او د تکفير په آس سپاره د ولسي سياست په مخالفت کې راپورته شوي. کنه دوی خو د باچا خان رح سيوری لا په کاڼو ولي. نو ايا دوی د باچاخان په شخصيت خپه دي؟ نه هيڅکله نه!
نو، ارامه کينئ. د بابا مزار دې لا د کلتوري پروګرامونو، سياسي غونډو او رڼاګانو کوربه وي. په ياد ولرئ، د سياست ژبه يواځې تقرير نه وي. مزاحمتي سياست په هره ژبه غږيږي. هغه که د شعر وي که د رباب. چې يوسف قرضاوي، ابن عربي، امام غزالي، ابن رشد، ابن حزم، سيد قطب، شيخ الازهر محمود شلتوت او … دا ټول موسيقي يا اوري او يا جواز ورکوي، نو په تاسو د کوم ځايه وحې راغلې چې نن د يو ستر شخصیت په مزار د زړه بړاس وباسئ. ځوان نسل دې د دغه مزار تقدس په زړه ومني. او د دغه مکتب فکر څخه دې مزاحمتي سياست زده کړي. تاسو هيڅ داسې موقف کې نه ياست چې هغه شخص ته خولۍ ورپه سر کړئ، او پينڅې ورپورته کړئ چا چې ددې قام د حقوقو لپاره ددې اکثره وړکو له عمره ډېر زندان تير کړی.