د جلال اباد وروستۍ پيښه؛ موږ ولې ملامت یوو او څنګه دداسې پيښو مخنیوی وکړو؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: بشر درویش

له بده مرغه افغانستان له هیڅ ډول جګړې پاتې نه شو. په هره بهانه خلک ووژل شول، لا وژل کیږي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

تر ټولو بده دا چې اوس په جګړه کې پر ښځینه وو هم لاس پورته کیږي، بې عزته کیږي او وژل کیږي. دا کار داسې هم نه کیږي چې ګواکي په مرموز ډول یا یوه تشه دښته کې وي، بلکې په لوی ښار کې ترسره کیږي.

څو میاشتې وړاندې د جلال اباد په ښار کې یوه خبریال ملاله میوند یوه برید کې شهیده کړای شوه، پرون تازه درې نورې د رسنۍ کارکوونکې شهیدانې شوې. دا یوازینۍ پيښې نه وې، کاپیسا کې یوه فعاله ښځینه شهیده شوه او له دې وړاندې هم ورته پيښې شوي دي.

دا یوه واضح خبره ده چې حکومت واقعاً دداسې پيښو پر وړاندې ناکامه ده او تل یې هڅه کړې چې د ناکامۍ پردې پرې وغوړوي، خو راځئ له دې اخوا پر دې وغږیږو چې موږ ولې ملامت یوو؟

موږ افغانان بدمرغې جګړې ډیرو بدو حالاتو ته رسولي یوو، چې اوس ورځ تر بلې بد دودونه خپلوو. لکه د یوې لویې ډلې خلکو ترمخې یو څوک وژل کیږي، وهل کیږي او داسې نور… خو خلک یې سیال کوي یا تیښته کوي، چې بلاخره دا کار د همدې باعث کیږي، څو بریدګر او هر څوک چې یوازې خلک وژني، تل زړور اوسي او هرځای خپله موخه وڅاري.

څه فکر کوئ، که همدا پرون په دا زرګونو خلکو لږ تر لږه په بریدګر یوه یوه څپلکه ګوزار کړی وای، هغه به ژوندی تللی وای؟ نه! مثلاً که پرون یا نورو پيښو کې موږ د بریدګر پر وړاندې همداسې ولسي غبرګون ولرو او په کې قرباني هم شو، نو نورې داسې پیښې به بیا تکرار شي؟ نه هیڅکله نه، دا چې اوس مو هر وخت وژني او هرځای مو وژني، یو سبب یې همدا دی چې داسې خودخواهي او یوازې موقتاً د ځان ساتنه حاکمه ده.

که داسې پيښو ته غبرګون وښیو، څه به وشي؟

که موږ وشو کولی چې لږ تر لږه د داسې بریدونو پرمهال غبرګون وښیو او بلاخره یې عامل ونیسو یا دفاع کې له منځه یوسو، چې مشروع دفاع د خلکو حق ده، نو کولی شو چې په راتلونکې کې د دا ډول پيښو د تکرار مخه ونیسو.

ډیر کله ځیني وخت خلک وايي چې که موږ داسې وکړو، نو سبا موږ وژني او حکومت دومره نه دی چې زموږ دفاع بیا وکړي. خو زه وایم نه، داسې هم نه ده، موږ به یوازې داسې نه کوو، چې تل د بریدګرو لپاره ډال اوسو، بلکې په خوا کې به موږ له حکومت هم حق غوښتنه کوو. مثلاً به ورته وایو چې بریدګر له کومې خوا راغی، سرچینه یې څه ده، تاسې پر وړاندې څه کړي، د ملي امنیت کسانو په نوم چې پیسې مو شیندلي، د هغوی دنده څه ده، څه یې کړي، سرچینه یې کوم ځای کې ده او ترڅنګ به مو پر عدلي او قضايي ارګانونو هم غږ وي چې دا ډول خلک د نورو ملحوظاتو په پام کې نیولو نه، بلکې سم جوړ قانون به پرې عملي کوئ.

یعنې موږ باید داسې اوسو چې وشو کولی له حکومت حساب وغواړو، ځکه دا ډول پيښو کې تل ځايي امنیتي مسوولین یو ډول لاس لري، یا یې ناغیړي کړي وي یا یې ورسره شراکت وي، که چیرته موږ په واقعي او ولسي ډول سره ددې پایله وغواړو او ترې شا ته نه شو، نو باوري اوسئ چې هیڅکله به راتلونکې کې داسې پیښې تکرار نه شي.

پایله؛

  • – موږ باید نور دا بد دود لرې کړو چې په مخ کې مو پر چا ظلم کیږي او موږ یې سیال کوو یا ترې تښتو، که نن د هغه سره ظلم کیږي او وژل کیږي، سبا پر تا هم داسې حالت راتلی شي.
  • – موږ باید دداسې پيښو پرمهال حکومت همداسې پرینږدو او په غولوونکو ژمنو یې ځان تیر نه کړو، بلکې په واقعي ډول سره یې باید پر پایلو ټینګار وکړو، او ترې حساب وغواړو. که موږ نن حکومت راټینګ کړو، سبا بیا حکومتي کس له ترهګر سره جوړجاړی نه کوي، برید ته راتلی نه شې او خلکو ته زیان هم نه شي اړولی.
  • – که موږ د پرونۍ پيښې وروستۍ ادعا چې حکومت کړې او وایي کس مو نیولی او دا پرې سپینه کړو، نو کولی شو په راتلونکي کې د هغوی د نورو دروغو او غولوونو مخه ونیسو.
  • – له حکومته د ګډ ولسي حساب غوښتنې او د بریدګرو خلاف ګډ ولسي غبرګون نه پرته موږ نه شو کولی چې خپل ځان او کورنۍ وژغورو.
  • – راځئ یو ځل د بل افغان خور/ورور دفاع وکړو، څو سبا زه، زما خور و ورور یا بل څوک پر وړاندې څوک داسې زړه ونه کړي او خلک له موږ بیا ورته دفاع وکړي.

 

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.