جهادي څېرو ولې ولې چینايي نڅاګرې ننداره کړې؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر افغان جهادي څېرو هغه تصویرونه تر ډېر بحث او نیوکو لاندې دي، چې دوی پکې د یو شمېر نجونو د نڅا نندارې ته ناست دي.
دا تصویرونه، چې په کابل کې د چین سفارت یې د ریښتیاوالي تایید کړی، په دې سفارت کې د چین د خپلواکۍ د کلیزې اړوند دي.
دغه کلیزه څو ورځې مخکې نمانځل شوې.
غبرګونونه
د خواله رسنیو ګڼو کارونکو د جهادي څېرو هغه عکسونه خپاره کړي، چې دوی د چین د کلیزې په مناسبت جوړشوی کیک پکې پرې کوي او د خوښۍ مراسمو په یوه څنډه کې د نڅیدونکو نېمه لغړو نجونو نندارې ته ناست دي.
غبرګونونه تر ډېره منفي او پردې را ټول دي، چې دغو جهادي څېرو د سخت دریځې اسلامپالۍ له لسیزو اکټونو وروسته په کوم دلیل دومره بدلون کړی؟
منتقدینو تر ډېره دغه جهادي څېرې د اسلام له نوم څخه په سیاسي ابزاري استفادې تورن کړي او دوی یې بې ثباته، بدلیدونکي او د خپلو ګټو لپاره د هر ډول معاملو خلک ګڼلي.
سیاسي عرف
د سیاستوالو په توګه د چین د خپلواکۍ د کلیزې په شان داسې مراسمو کې د افغان جهادي او بل هر ډول څېرو ګډون یو عام سیاسي دود دی.
د دیپلوماسۍ اصول ایجابوي، چې د یوه هېواد سفارت په بل هېواد کې خپل ملي او سیاسی مناسبتونه تجلیل او د کوربه هېواد سیاستوال او مطرحې څېرې ورته دعوت کړي.

سیاستوال هم معمولآ د بهرنیو هېوادونو په داسې نمانځنو او مناسبتي مراسمو کې برخه اخلي؛ خو هغه سیاستوال چې د مراسمو له بڼې او څرنګوالي سره د فکر او ارزښتونو له مخې متضاد نه وي.
له جهادي څېرو څخه خلک د سیاستوالو په توګه هغومره ګیله من نه دي، لکه د مذهبي اجنډاوو تر سیوري لاندې د مقطعه یي موخو د لاسته راوړونکو به توګه یې چې لري.
د چین د سفارت په مراسمو کې دغه برخوال جهادی شخصیتونه هم له خپله نظره او هم د نورو په باور تر سیاسی څېرو ډېر د مذهبي څېرو په توګه پېژندل کیږي.
د دوی له دغه شناخت سره، د افغانستان په سخت دریځه فضا کې، چې اکثرو جهادي څېرو پکې په ږیره خرییلو او نورو داسې سرغړونو خلک تکفیرکړي او وژلي، ستونزمنه ده چې خلک په داسې پارونکو مراسمو کې د دوی پرګډون سترګې پټې او د بښلو وړ یې وګڼي!
چین او جهادي څېرې
چین په ایډیالوژیک لحاظ د نړۍ له محدودو او مقتدرو کمونیستي هېوادونو څخه دی؛ کمونیزم بیا هغه نظریه ده چې جهادي څېرو یې له بنسټونو سره د (جهاد) تر حده مخالف ول او حتا خپله وجودي فلسفه د دې نظریې خلاف د څو لسیزو وسله واله مبارزه ګڼي.
د چین او جهادي څېرو د اړیکو دومره نیږدې والی او د خپلواکۍ په کلیزه کې یې تر دې حده له لېوالتیا ډک ګډون تر ډېره له امریکا سره د دغو څېرو له اختلافه سرچینه اخلي.
د مجاهدینو لومړنی ولسمشر صبغت الله مجددي، چې د دې مراسمو ګډونوال و، له امریکا سره د امنیتي تړون په تړاو د جوړې شوې مشورتي جرګې د مشر په توګه هغه مهالي ولسمشر حامد کرزي ته ګواښ کړی و، چې که دغه تړون لاسلیک نه کړي، دی به خپه او له هېواده به ووځي.
مجددي، نیږدې میاشت وړاندې پخپل کورکې د بللې یوې مهمې سیاسي غونډې پرمهال د خپل هغه دریځ له کبله له ملت نه بښنه وغوښته او د حامد کرزي او یو شمېر نورو امریکا ضدو سیاستوالو په ملتیا له هغه هېواد سره د شوي امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړي.
داسې ښکاري، چې د چین د خپلواکۍ په کلیزه کې د دغو جهادي څېرو ګډون له چین سره د دوی د نویو ژورو اړیکو پیغام لري؛ دومره ژور پیغام چې دوی د چین او نورو سیمه ییزو قوتونو دومره خواږه ملګري دي، چې نور ملاتړ خو پریږده چې حتا د خوښۍ په کلیزو کې یې د نېمه لغړو نجونو نندارې ته هم په لومړي کتار کې کیني!