د بحرین او اسرائیل د تړون لاسلیکولو ځای معلوم شو؛ فلسطین یې پر ضد ګام پورته کړ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
راپور: نسیمه محمدي

د راپورونو پر اساس، د فلسطین رهبریت د اسرائیل او بحرین د اړیکو عادي کولو کړنلاره غندلې او دا کړنه یې د فلسطین د هيلو پر وړاندې خیانت یاد کړی.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرامپ د جمعې ورځې په لومړیو کې اعلان وکړ، چې بحرین او اسرائیل د ډېپلوماټیکو اړیکو جوړولو لپاره توافق کړی.
تمه ده چې د اسرائیل او بحرین ترمنځ تړون راتلونکې اونۍ په سپینه مانۍ کې لاسکلیک شي.
د ولسمشر ټرامپ زوم او سلاکار، کوشنر اعلان کړه چې د سپټمبر په ۱۵مه بحرین له اسرائیل سره تړون لاسلیکوي.
د ټراپ سلاکار زیاته کړه:

داسې څه ډېر کم پېښېږي، چې په یوه ورځ کې د سولې دوه تړونونه (اړیکو عادي کول) لاسلیک شي.”

تر دې دمخه ولسمشر ټرامپ په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي، چې بحرین له اسرائيلو سره دوستانه اړیکي جوړوي.
یاران له نورو رسنیو 304 د بحرین او اسرائیل د تړون لاسلیکولو ځای معلوم شو؛ فلسطین یې پر ضد ګام پورته کړ
ټرامپ لیکلي:

نن یوه بله ستره تاریخي بریا! زموږ دوه دوستو هېوادونو اسرائیل او د بحرین شاهي هېواد، د سولې په اړه هوکړه کړې؛ دا دویم عربي هېواد دی چې د دېرش ورځو په جریان کې له اسرئیل سره سوله کوي.”

کوشنر وویل:

سه شنبه موږ په سپینه مانۍ کې د هوکړه لیک مراسم لرو، خو اوس ځکه زیات ارزښت پیدا کوي، چې بحرین خپل د بهرنیو چارو وزیر هم د لاسلیکولو لپاره لېږي.”

له دې وړاندې اسرائیل او متحده عربي اماراتو هم پرېکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو اړیکې په بشپړه توګه عادي کړي.
د امریکا سره په درې اړخیزه بیانیې کې وویل شول، چې اسرائیل د اماراتو سره د تړون د شرایطو پر بنسټ، د باختري څنډو سیمې د تل آیو د پراختیا پرېکړه په موقت ډول ځنډوي. همدارنګه اسرائیل او متحده عربي امارات به په راتلونکو اونیو کې د پانګونې، توریزم، مستقیمو الوتنو، امنیت، له لرې واټن اړیکو او نور مواردو کې تړونونه لاسلیک کړي.
په ورته وخت کې د حماس ویاند، حازم قاسم وویل، چې دا ګوند”د بحرین او اسرائیلو د اړیکو عادي کولو تړون د پېړۍ معاملې(د ټرامپ د سولې نوښت) د تلپاتې ګټو لپاره ګڼي، چې د فلسطین شتون به له منځه یوسي.”
همدارنګه د بحرین او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو له اعلان وروسته؛ فلسطین په منامه کې خپل سفیر راوغوښت.
صائب عریقات، د فلسطین د ازادۍ سازمان د اجرايي کمېټې لومړي مشر اعلان کړه، چې فلسطین د محمود عباس په امر، په بېړه د خودمختاره فلسطین د تشکیلاتو رییس را وغوښت.
صائب عریقات وویل، هر هېواد چې له اسرائیلو سره سوله وکړي، فلسطین به خپل سفیر ترې را وغواړي.