ژباړه: ملیحه ناصري
د اوسني پېر تر ټولو عامه ناروغي اروايي ناروغي ده. د اروايي ناروغیو علمي او مذهبي درملنې شته، ځکه سرچینه یې روحي او جسمي ستونزې دي. ناروغان کولی شي د دغو ستونزو پر وړاندې قوي تکل او ټينګه اراده ولري، چې دا ناورغي مهار کړی شي.
د هغو کسانو خپګانونه چې سرچینه یې د دوی خپلې روحي اندېښنې دي او د هغو اندېښنو د اور لمبو کې سوځي چې خپله یې بل کړی وي، نو دوی دې درملنه هم په خپله ارواه کې ومومي. زړه او روان دې له ټولو ناپاکیو سوتره کړي چې ارواه یې ارامښت پیدا کړي. رخه، کرکه، کندې ایستل، ځورول دې پرېږدي، پر ځای یې دې نېک کارونه، سمې کړنې، غوره اخلاق، مینه او درناوی ځایناستی کړي.
د اندېښنو پر وړاندې د مبارزې څو لارې
قوي ایمان
لومړنی او تر ټولو ځواکمن لامل چې اندېښنې زېږوي، پر خدای ج او د هغه پر ژمنو کمزوری ایمان/ باور دی. رښتینې خبره دا ده چې یوازې خدای پاک د انسان د ژوند له بېلابېلو وجودي زاویو خبر دی. پر درد او درمل یې هم یوازې الله پاک او غوره بنده ګان یې پوهېږي. کېدی شي ځينو دغو زاویو نه انسان خپله هم خبر وي/ شي، خو دا مالومداره ده چې انسان او پوهه یې ستره تېروتنه هم کولی شي.
رښتینی دینداره کس په ژورو اندېښنو کې نه ښکېل کېږي. له هر ډول خپګانه بېغمه وي او د ژوند چارو سره په سړه وینه معامله کوي.
لمونځ کول
د اروايي نارغیو د درملنې په پار تر ټولو عامه درملنه له ارواپوهانو سره د وجود او روان ارامول دي، انسان کولی شي په ډېر تمرین دې پړاو ته ورسي. د ورځې پنځه ځلې لمونځ کول پخپله یوه درملنه ده چې تکرارول یې انسان اراموي. لمونځ د خدای او بنده ترمنځ پُل دی. له خدایه د مرستې غوښتلو مودبه لاره لمونځ دی.
د اندېښنو لپاره کار کول
دوه ډوله اندېښنې شته: یو هغه چې موږ یې خپله له مینځه وړلی شو، بل هغه چې زموږ تر وس پورته کار دی. یانې تقدیري پېښې موږ نه شو بدلولی. که چېرې د یو څيز په اړه اندېښنه زوروه شي، انسان اړباسي چې یو څه وکړي، چې دا اندېښنه لرې کړي، دلته خبره د عمل شوه؛ ځکه ډېری وخت لاس تر زنې ورته کېناستل اندېښنې کموي نه، لا یې ډېروي.
توکل
انسان تل د بریا په لټه کې دي. د بریا په موخه هر کار کولی شي. له هغو کسانو هم مرسته غوښتلی شي چې دوی ته د بریا لاره هواروي. یوازینی ذات چې یاري یې انسان بریالی کوي، هغه الله پاک دی، نو پر الله متعال توکل د بریا لاره ده.
فتوکل علی الله و کفی بالله وکیلا.