افغان کمانډو: له بهره د داعشیانو د رالیږدولو مسوول مو ونیوه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
راپور: بشر درویش

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي چې هيواد ته د باندنيو داعشيانو د ليږدولو مسوول، ونيول شو.
یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کنړ ولايت کې کمانډو ځواکونو د موخييز عملياتو په ترڅ کې، “محمد سعيد” د “محمد افضل” ځوي د داعشيانو يو له مهمو او ظالمو قوماندانانو څخه وو، تيره شپه په کنړ ولايت کې ونيول شو.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړي کس، د بهر نه افغانستان ته د باندنيو ترهګرو د کورنيو د ليږد مسٶليت درلود.
دا په داسې حال کې ده چې د لوی اختر په دریمه ورځ ننګرهار د سترو پيښو شاهد و.
لومړی د ننګرهار پر محبس برید وشو چې له څلورویشت ساعته جګړې وروسته بریدګر ووژل شول او جګړه پای ته ورسیده.
یاران له نورو رسنیو 22 افغان کمانډو: له بهره د داعشیانو د رالیږدولو مسوول مو ونیوه
په دې جګړه کې تر شا او خوا ۳۰ پورې کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول چې نظامي، ملکي او بندیان هم په کې شامل ول.
بیلابیل سرچینو ویلي چې ترڅنګ یې له زندانه یو شمیر بندیان هم وتښتیدل.
خو ددې په خوا کې په همدومره موده کې یوې بلې داعش وسله والې ډلې د جلال اباد په بیزاکمالاتي سیمه کې یوه کور ته ننوتي ول چې پر هوايي میدان او ښار یې توغندي ویشتل چې دا کسان هم لومړی محاصره او له لومړي برید شا او خوا ۸ ساعته وروسته ووژل شول.
د یادو بریدونو مسوولیت داعش وسله والو په غاړه اخیستی دی.
د دفاع وزارت ویلي وروستی مهم نیول شوی کس د جلال آباد د وروستې بريد له طراحانو څخه هم دی.
له دې وړاندې د افغانستان ملي امنیت ویلي ول چې د جلال اباد ښار په خالص فامیلۍ سیمه کې یې د داعش یو بل مهم قومندان ژوندی نیولی دی.