د عرفان پټان د ژوند بل پړاو: د فلم ټيژر يې خپور سو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبریال: مدثر دعوت

د کوبرا په نامه د عرفان پټان د فلم ټيژر خپور سو.

عرفان پټان چې د هندوستان کريکټ ملي لوبډلې پياوړی تقاعد سوی کريکټر دی تازه یې فلمونو ته مخه کړې چې د ډېريو د ښه راغلاست سره مخ سويدی.

د کوبرا په نامه فلم چې د تاميل په سېنما کې د اجی ګننامتو له لورې جوړېږې، مرکزي لوبغاړي يې عرفان پټان،مشهور اکټر چينان ويکرام او ښځينه رول يې سريندي شيټي اجرا کړی.

ددې فلم یوه ځانګېړنه داده چې د موسيقۍ چارې يې اې ار رحمان بشيړي کړي.

د کوبرا فلم ټيژر نن خپور سو چې تر اوسه پورې ۳ ميليونه کسانو کتلی او د ۱۰۰ ثانيو په شاوخوا کې دی.

ددې فلم ځينې برخې په روسيې کې فلمبرداري سوي چې لا یې تر اوسه د خپرېدو دقيقه نېټه نده مالومه.

پدې فلم کې عرفان پټان د ترکي انټرپول افسر رول اجرا کوي.

دا په هند کې يو له هغو فلمونو څخه دی چې خلکو ورته ډېر انتظار کړی.

تر اوسه پورې د هند حکومت سينماوو ته د خلکو د ورتګ ۵۰% اجازه ورکړل سوېدی نو په همدې خاطر د فلم ټېم رسمي تاريخ ندی اعلان کړی.

د فلم رسمي ټيژر: