ایرلینډ ته ویاړ؛ انګلستان ته یې سخته ماته ورکړه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د انګلستان او ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د انګلستان په کوربتوب د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې ایرلینډ په ۷ ویکټو انګلستان ته سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کې لومړی انګلستان توپوهنه وکړه، چې د لوبې په ۴۹،۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلینډ ته د ۳۲۹ منډو هدف وټاکی.
د انګلستان لپاره ایون مورګن ۱۰۶، بینټون ۵۸، ویلي ۵۱ او ټامو کوران بیا ۳۸ منډې جوړې کړې.
یاران uncategorized 1035 ایرلینډ ته ویاړ؛ انګلستان ته یې سخته ماته ورکړه
کله چې د ایرلینډ لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شول، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۴۹،۵ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې په ۷ ویکټو انګلستان ته ماته ورکړه.
دې لوبه کې ایرلینډ ته پاول سټرلینګ ۱۴۲ ناسوځېدلې او بالبرني بیا ۱۱۳ منډې جوړې کړې.
یاران uncategorized 1037 ایرلینډ ته ویاړ؛ انګلستان ته یې سخته ماته ورکړه
د یادولو وړ ده، چې ددې دوو هیوادونو ترمنځ لومړۍ او دوهمه یو ورځنۍ لوبه انګلستان ګټلې وه او وار له مخې یې دا لړۍ خپله کړې وه.