ايرلينډ کې د کرونا وېروس د مړيني کچه صفر ده

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبريال: مدثر دعوت
ايرلينډ کې په تېره اونۍ کې د کرونا ويروس له کبله هيڅ څوک ندي مړه سوي.
د کرونا ساري وېروس چې ټوله نړۍ يې وځپله اوس داسي ښکاري چي شدت يې کم سوی دی.
انګلستان او ويسټ انډيز د ټيسټ لوبي پيل کړې چې لومړنۍ يې ويسټ انډيز وګټله، د فوټبال په نړۍ کې هم لوبي پيل سوي او داسي ښکاري چې ورزش هم عادي حالت ته روان دی.
په اکثرو هيوادونو کې د بازارونو قرنطينونه هم ختم سوه او خلکو په عادي ډول کاروبار ته دوام ورکړی.
خو لاهم د کرونا وېروس پېښې په هر هيواد کې ثبتيږي او هره ورځ يې له امله انسانان مړه کېږي.
ايرلينډ چې ۲۵۶۲۸ کسان يې په کرونا وېروس اخته سوي او له امله يې ۷۴۶ کسان مړه سويدي ۲۳۳۶۴ کسان بيرته روغ سویدي.
تېرو څو ورځو کې پدې هيواد کې د کرونا وېروس هيڅ پېښه نده ثبت سوې.
لاهم پدې هيواد کې ښوونځيو او پوهنتونونو ته اجازه نسته، او حکومت لاهم خلکو ته د عادي ژوند اجازه نده ورکړې.