سکاټلینډ ته له ماتې ورکولو وروسته افغان لوبډله ایرلینډ سره لوبیږي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: فضل الله فضلي
افغان کرکیټ ملي لوبډله اوس مهال د لویدځ په سفر کي ده او دا سفر یې بریالی پیل کړ.
تېره ورځ افغان کرکیټ ملي لوبډلي له سکاټلینډ لوبډلي څخه د دوو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ ۱ پر صفر وګټل، لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه سوې وه.
دا لوبي د سکاټلینډ په کوربتوب وې.
له دې وروسته افغان لوبډله د ایرلینډ سره د لوبو لپاره ایرلینډ ته ځي.
کوربه ایرلینډ لوبډله له مېلمه لوبډلي سره دوې یو ورځنۍ نړیوالي سیالۍ کوي.
ددې سالیو لومړۍ لوبه ۸ ورځي وروسته د ایرلینډ هیواد په بلفاسټ ښار کي ترسره کیږي.
له ۲۰۱۰م کال راهسي افغان او ایرلینډي لوبډلو تردې مهال ۲۵ یو ورځنۍ لوبي په خپل منځ کي کړي.

۱۲ افغان لوبډلي او ۱۲ لوبي بیا د ایرلینډ لوبډلي ګټلي دي، خو یوه لوبه مساوي پای ته رسېدلې ده.
د سکاټلینډ خلاف محمد نبي، راشدخان او مجیب الرحمن د ملي لوبډلي سره نه وه، خو بیا هم افغان لوبډله وتوانېدله چي خپل قوي مخالف سکاټلینډ مات کړي.
دا چي د هند غوره لیګ سیالۍ د پای پړاوو ته رسېدلي نو د راشدخان او مجیب الرحمن لوبډلي دې پړاوونو ته نه ولاړې، همدا لامل و، چي یاد درې افغان لوبغاړي د سکاټلینډ پر خلاف ونه لوبېدل.
د ملي لوبډلي دا پیاوړي لوبغاړي تازه له یو لوی سفر څخه خلاص سوي، دا چي د ایرلینډ خلاف به د ملي لوبډلي سره مل سي که یا؟ دا به په دې دوو ورځو کي معلومه سي.
افغان کرکیټ لوبډله د ایرلینډ وروسته انګلینډ ته ځي او هلته د پاکستان او کوربه انګلینډ خلاف د نړیوال جام لپاره دوې تمریناتي لوبي ترسره کوي.