ایران او پاکستان په پوله ګډ سرحدي ځواک جوړوي او ټرمپ وايي د ایران د تیلو صادرات صفر کوي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ایران ته په خپل رسمي سفر کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني او یو شمیر لوړ رتبه چارواکو سره لیدلي.
عمران خان ایران ته په داسې مهال سفر کوي، چې د دواړه هیوادونو ترمینځ دعوو دنګلو زور اخیستی. تیره اوونۍ په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ ۱۴ ملیشه سرتیري په یو کمین کې ووژل شول. د پاکستان حکومت ایران تورن کړ، چې په پيښه کې ښکیله وسله واله ډله ایران میشتې ده.
تېر فبروري میاشت په ایران کې د یو خونړي برید پر مهال د ایران ۲۷ امنیتي سرتیري ووژل شول. د ایران حکومت يې پړه د جیش العدل په وسله والې ډلې وتپله او پاکستان يې تورن کړ، چې یادې ډلې ته پناه ځای ورکوي.
د عمران خان په دی دوه ورځینې سفر کې، چې پرون پیل شوی، د خبرو مهم اجنډا د پولي امنیت، د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه او دوه اړخیزه همکاري ده.
د رپوټونو په اساس، ایران او پاکستان په پوله د ګډوډۍ او د ترهګرو سره د مبارزې په موخه، د یو ګډ امنیتي ځواک په جوړولو سلا شوي.
ولسمشر حسن روحاني نن د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل:
“دواړه هیوادونه د یو ګډ امنیتي ځواګ په جوړیدو سلا شوي. دا ځواک به د پولې دواړه غاړو ته نږدې ترهګر په نښه کوي او له مینځه به يې وړي.”
عمران خان بیا ډاډ ورکړی، چې ترهګرو ډلو ته به په پاکستان کې پناه ځای ورنکړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د یو ګاونډي په توګه ورته ایران مهم دی او نه يې غوښتل، چې په پوله رامینځ ته شوي ترهګریز بریدونه د دواړو هیوادونو اړیکې پيکه کړي.
په یو بل توندې نیوکې
ایران ته د عمران خان له سفر وړاندې، دواړو هیوادونو یو په بل توندې نیوکې کړې وې. ایران وايي، پاکستان د ترهګرو د ځپلو او له مینځه وړلو لپاره عملي اقدام نه کوي او په خبرو کې صادق نه دی. د فارس نیوز د خبر په حواله، پاکستان ترهګرو ته ځای ورکوي او د پاکستان نږدې دوست سعودي ترهګرو ته پیسې ورکوي.
ایراني چارواکي وايي، په سیستان – بلوچستان کې چې څومره بریدونه کیږي، پاکستان میشتي جندالله او جیش العدل تروریستي ډلې يې ترسره کوي او پاکستان يې ملاتړ کوي.
پاکستان بیا ایران تورنوي، چې ایران میشتي بلوڅ د پاکستان د پوځ او حکومت په ضد پاروي او کاروي.
عمران خان کوښښ کوي، چې د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د ایران سره ویجاړیدونکي اړیکې بیرته ورغوي.

په یو لاس کې دوه هګۍ
پاکستان په یوه لاس کې دوه هګۍ ساتي؛ هم يې له سعودي سره پالي او هم ایران ته د همکارۍ لاس اوږد وي. که څه هم د عمران خان لپاره دا ډیره ګرانه ده، چې د ایران د رقیب سعودي عربستان سره د دوستۍ او د ایران سره د جوړجاړي ترمینځ انډول وساتي؛ خو د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، لومړي وزیر (عمران خان) ډاډ ورکړی، چې د هیڅ هیواد سره په نظامي شخړو کې لوری نه نیسي او په سیمه کې د سولې او ټيکاو ملاتړی دی. حسن روحاني ویلي، پاکستان ته پکاره ده، چې د سعودي او عربستان ترمینځ روان وضعیت کې خنثی حالت غوره کړي.

د سعودي ولیعهد شهزاده بن سلمان پاکستان ته څو میاشتې وړاندې په خپل سفر کې په یاد هیواد کې د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د پانګونې ژمنه وکړه. عمران هغه وخت سعودي د سختې ورځ یار یاد کړ.

د سعودي ولیعهد شهزاده بن سلمان پاکستان ته څو میاشتې وړاندې په خپل سفر کې په یاد هیواد کې د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د پانګونې ژمنه وکړه. عمران هغه وخت سعودي د سختې ورځ یار یاد کړ.
د ټرمپ د نویو بندیزونو اعلان؛ او د پاکستان او ایران د سوداګرۍ هوکړه لیک
ایران او پاکستان د یوې تجارتي کمیټې په جوړولو توافق کړی، چې د دواړو هیوادونو ترمینځ به سوداګریزه راکړه ورکړه پیاوړي کوي.
حسن روحاني ویلي، د دواړو هیوادونو ترمینځ به د اجناسو راکړه ورکړه، اړتیا ته په کتو ډیره شي. د روحاني په ټکو، چې کوښښ کوي، دواړه هیوادونه د چابهار او ګاوادر له لارې خپله سوداګري پراخه کړي.
بل لوري همدا نن د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د راتلونکې مۍ میاشتۍ له لومړیو څخه وروسته هیڅو له ایران نه یو غړپ تیل هم نشي پيرلی. نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران د تیلو صادرات به صفر کړي.
ټرمپ تیر نومبر میاشت په ایران بندیزونه ولګول او د ایران د تیلو ۸ ستر مصرفي هیوادونه يې له بندیزونو څخه مستثنا اعلان کړل. دا اته هیوادونه، چې عبارت دي له: چین، هندوستان، جاپان، جنوبي کوریا، ترکیه، تایوان، ایټالیا او یونان څخه، اوس په نويو بندیزونو کې شامل دي.
ولسمشر ټرمپ وايي، یادو هیوادونو ته يې وخت ورکړی و، چې له ایران پرته ځان ته بدیل ولټوي. تایوان، ايټالیې او یونان له ایران څخه د تیلو پیرل بند کړي، خو پاتې نور هیوادونه همیشه د وخت د تمدید غوښتنه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو وايي، د ټرمپ پریکړه نهايي ده او هیڅ ډول بدلون نه مني.
د امریکا بندیزونو ایران ته لوی اقتصادي تاوان واړوه او د پيسو ارزښت يې په کمساري ډول ولویده. متحده ایالات په ایران فشار راواړي، چې د زروي وسلو له جوړولو لاس په سر شي او بالستیک توغنیدو په سره هم له امریکا سره همغږي ولري.