ژباړه: عایشه حیدري
د کډوالو نړیوال سازمان، د سپټمبر په ۹مه د چهارشنبې پر ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره په ډاګه کړه چې د روان زېږديز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۵۰۲۲۶۳ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته را ستانه شوي دي.
په اعلاميې کې راغلي دي، دغه کډوال د سږ کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د سپټمبر تر پنځمې نېټې پورې له ایران څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي، دا په داسې حال کې دی چې د افغان کډوالو د بېرته راتګ بهیر د تېر اونۍ په پرتله ۱۰ سلنه راښکته شوی دی.
د دغې اعلامیې پر بنسټ، له ایران څخه را ستنېدونکي افغان کډوال د نیمروز او اسلام کلا له لارې افغانستان ته را ستانه شوي دي، او د کډوالو نړيوال سازمان د تېرې اونۍ په لړ کې له سلګونو افغان کډوالو سره بشر دوستانه مرستې کړې دي چې له ایران څخه افغانستان ته را ستانه شوي وو او د کډوالۍ اسناد یې نه درلودل.
اعلامیه زیاتوي، له پاکستان څخه راستنېدونکو افغانانو ته هم اشاره شوې، د روان کال په تېرو ۹ میاشتو کې ۳۷۸۵۷۹ تنه افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
له ایران څخه د زرګونو افغان کډوالو د بېرته راستنېدې لړۍ هغه مهال ګړندۍ شوه چې روان کال په ایران کې افغان کډوال له دوو خواشينونکو پیښو سره مخ شول. د ایراني سرتېرو له خوا، د افغان کډوال سیند ته غورځولو پېښه او د ایراني ځواکونو له لوري د یزد په ښار کې د افغان کډوالو موټر باندې ډزې چې په دغې پېښې کې د افغان کډوالو موټر سوځېدلي وو او درې تنو افغان کډوالو د سوځېدنې او ژور ټپونو له امله ژوندونه له لاسه ورکړی وو او یو شمېر نور یې ټپيان شول، دوه هغه پېښې وې چې په حقیقت کې له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو د بهیر د چټکتیا لامل شوې.
د دغو پېښو په تړاو د افغانستان له لوري د بهرنيو چارو د سمبال چاري وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ، افغان پلاوي د روان کال د جون په ۲۱مې د دوه ورځني سفر په موخه ایران ته لاړ، او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف په ګډون یې له نورو د لوړ پوړو ایراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو د بیلابیلو مسایلو، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو پر وړاندې د وروستیو پیښو په اړه وغږېدل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د جون په ۲۲ اعلان وکړ، چې د کابل پلاوی، ایران ته په خپل دوه ورځني سفر کې د افغان کډوالو د خوندیتوب په اړه، او د وروستیو پیښو په تړاو چې د افغان کډوالو د مړینې لامل شوې وې، له ایراني چارواکو څخه د جدي څېړنو غوښتنه وکړه او د دې ډول پېښو د تکرار د مخنیوي په اړه له ایراني چارواکو سره هوکړې ته رسېدلي دي.